د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او تاجکستان د همکاریو ژمنه وکړه


د پاکستان او تاجکستان جمهور رئیسانو نن وعده وکړه چې په سیمه کې به د بی ثباتئ د مخنیوي لپاره شریکه همکاري نوره هم زیاته کړي.

د پاکستان جمهور رئیس اصف علي زرداري او د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمانوف نن په دوشنبې کې د یوه سیمه ایز کانفرانس د شروع کیدلو نه مخکې ملاقات وکړ او د تندروانو په خلاف د مبارزې په شمول یې په یو لړ نورو مسایلو باندې خبرې وکړې.

په داسی حال کې چې اصف زرداري او رحمانوف ملاقات کاوه، د تاجکستان پولیسو اعلان وکړ چې د نعمت عزیزوف په نوم یو وتلی تندرو یې د افغانستان د سرحد سره نژدې وژلی دی.

د روانی میاشتې په شروع کې د تاجکستان حکومت د افغانستان سره د خپل شریک سرحد په اوږدو کې امنیت ټینگ کړی و او ددې کار لپاره یې دا دلیل وړاندې کړی و چې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه مخکې هلته تشدد ورځ په ورځ زیاتیږي او کوم خلک چې د نظامي عملیاتو نه راتښتي نو ډیر امکان شته چې د افغانستان نه تاجکستان ته را واوړي.

XS
SM
MD
LG