د لاس رسي وړ اتصالات

هالبروک د طالبانو د تمیلوونکو خلاف جنگ اعلان کړ


د ټایمز ان لاین خپرونه لیکي چې د براک اوباما خاص استاځی په افغانستان او پاکستان کی دهغو کسانو خلاف د جنگ اعلان کړیدی چی طالبانو ته پیسی برابروی.

هغه اعلان کړیدی چی په دی برخه کی به مبارزه پیل کاندی چی هغه په ملیونونو ډالره بند کاندی چی له خارج نه هر کال د هغوی لپاره راځی.

ریچرد هالبروک اوس دامریکا د حکومت له خوانه دافغانستان او پاکستان د پالیسی چلولو مسوولیت لری.

هغه وویل د پیسو هغه اندازه چی طالبانو ته دهغوی د همدردانو له خوانه د خلیج له ملکونو نه رارسیږی هغه حتی د اپین دتجارت له پیسونه هم زیاته ده .

رپوټ لیکی چی له هغو هیوادونو نه چی طالبانو ته پیسی راځی په هغو کی د امریکا ستر انډیوال هیوادونه لکه سعودی عربستان او متحده عربی امارات او په لویدیزه اروپاکی هم دهغو خواخوږی ددی سبب شول چی بغاوت زور واخلی.

ټایمز ان لاین لیکی چی طالبان چی په پښتنی مناطقو کی په جگړه بوخت دی تراوسه پوری لاهم د اپینو له تجارت نه دکال تقریبا څلور سوه ملیونه ډالره پیسی لاسته راوړی.

خو په پراخه توگه بغاوت په هغو مرستو باندی روان دی چی له افغانستان نه بهر ورته راځی. ټایمز ان لاین لیکی چی هالبروک داخبری دناټو په مرکزی دفتر برسلز کی دناټو د نورو شریکانو په مجلس کی وکړلی.

هغه وویل دایوه ستره ستونزه ده اوموږ ددی لپاره یوه هیئت ټاکو چی کار پری وکړی.

طالبانو ته پیسی دهغوی دخواخوږو له خوانه له ټولی دنیا نه راروانی دی خو د پیسو زیاته برخه یی د خلیج له ملکونو نه راروانه ده. خوموږ ته داسی پیسی ندی معلومی چی له حکومتو نو نه راځی.

ښایی په غربی اروپاکی له هغوی سره د همدردۍ لرونکیو له خوانه هم پیسی راځی.

دمخدره موادو د پیسو په برخه کی به هیئت دامریکا د خزانی د وزارت له خوانه رهبری سی. په دی هیئت کی به دایف بی آی او سی آی ای غړی هم شامل وی.

هغوی به وکړلی شی چی دیاغیانو لپاره چی کومی پیسی راځی دهغوی اصلی سرچینه معلومه کړی چی له کوم ځای نه پاکستان او افغانستان ته راځی.

د پیسو زیاتره برخه چی پاکستان او افغانستان ته راځی هغه د حؤالی په شکل راځی چی یو غیر رسمی سیستم دی او درک معلومول یی گران کار دی.

هالبروک وایی چی د پیسو دانتقال لپاره ډیری لاری چاری موجودی دی. یوشمیر خلک یی په لاسی بکسونو کی هم وړی. د اډیره پیچلی مسله ده. ښاغلی هالبروک دناټو متحدین هم په دی باندی ورټل چی په دی کی ناکام شول چی په پاکستان کی د سوات دری د شخړو مهاجرینو ته په کافی اندازه پیسی ورولیږي.

هغه خبرداری ورکړ چی دمهاجرینو دا ستونزی ددی باعث کیږی چی دافراطیانو لپاره دنویو کسانو د جلبولو گرم مرکز شی.

XS
SM
MD
LG