د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي انتخابات به گډوډ کړي


طالبانو ویلي دي چی د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات به گډ وډ کړی او د افغانانو نه یې غوښتي دي چی د رای گري سره مقاطعه وکړی او په خارجیانو باندی حملې وکړی.

دغي ډلي په یوه بیانیه کی چی نن د پنجشنبې په ورځ یې په انټرنیټ کی خپره کړې د اسد د ٢٩مې نېټې اتخابات امریکایي پروسه او جریان بللی چی هدف یې د افغانستان خلکو ته فریب ورکول دي.

طالبان وایی چی ددې پرځای چی خلک د انتخاباتو جعلي مرکزونو ته ولاړ سی، هغوی باید چی د جهاد مورچلونو ته ورسی او خپل ملک د تیری کونکو نه وساتي.

دغي ډلي د جگړه کونکو طالبانو نه غوښتي دي چی د دښمن په مرکزونو باندی حملې وکړی او د لارو او سړکونو په بندولو سره د خلکو مخه ونیسی چی رایي ورنه کړی.

دا بیانیه دوې ورځي وروسته له هغه خپریږي چی وسله والو کسانو د جمهوري ریاست د یوه کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزې د یوه منتظم د موټرو په کتار باندی پټه حمله وکړه. او د یوه بل خبر په اساس د محمد قسیم فهیم د موټرو په کتار باندی هم د یکشنبې په ورځ یاغیانو پټه حمله وکړه مگر هغه بچ سو.

XS
SM
MD
LG