د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیه کې سگرټ او چلم


په ترکیه کې ډیر خلک د سگرټ او چلم څکولو عادت لري. په ترکي رستورانونو کې د عنعنې په ډول چلم څکول کیږي.

د ترکیې تنباکو ډیر مشهور او خوشبویه دي. ډیر سیلانیان چې ترکیې ته تللي او یا په نورو ملکونو کی ترکی رستورانونو ته ورغلي دي نو خامخا یې ترکي چلم څکولی.

د نړی د روغتیایی سازمان (ډبلیو اچ او) د ادارې د رپوټ له مخې په ترکیه کې نیمایی نارینه او شل فیصده ښځینه نفوس د تمباکو په استعمالولو عادت دي.

د ترکیې حکومت دغې ټولنیزې ستونزې ته په پام سره یو نیم کال مخکې په دولتي ځایونو کې د سگرټو او چلم څکول منع کړ او اوس یی بیا پریکړه کړې چی په رستورانونو کې د هم څوک چلم نه څکوي.

د ترکیې د حکومت ددې پریکړې له امله د رستورانونو د خاوندانو غږ راپورته شوی او وایي چې کاروبار یې په ټپه درېدلی ځکه چې خلک ورته راشي او چې گورو چلم نه پکی څکول کیږی نو بیا ترې وځي.

د یادولو وړ ده چې په امریکا کې هم څلویښت کاله مخکې خلکو په هرځای کی آزاد سگرټ څکول او اوس نه یوازې په دولتي ځایونو کې سگرت څکول ممنوع دي بلکه په ٢٧ ایالتونو کې په رستورانونو او شرابخانو کې هم د سگرټو څکول منع دي.

XS
SM
MD
LG