د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: افغانستان کي ملکی تلفات زیات شوي


د ملگرو ملتو یو رپوټ وایی چی په افغانستان کی د ٢٠٠٩ کال په لومړۍ نیمایی کی د ملکي خلکو وژل زیات شوي دي.

د همدې کال په لومړیو شپږو میاشتوکی په هغه ملک کی څه د پاسه یو زر ملکی خلک وژل شوی دی چی دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کی تقریبا ٢٥ زیاتوالی ښیي.

دا رپوټ چی په افغانستان کی د ملگرو ملتو د مرستو رسولو د هیات له خوا خپور شوی دی، وایی ددغو تلفاتو دزیاتیدو د مسئولیت یوه برخه په ځان مرگو بم چونکو باندی راځی، مگر رپوټ دا هم ویلي دي چی د حکومت او د نړۍ والو قواو د هوایی حملو په وجه هم زیات ملکي خلک وژل شوي دي.

رپوټ وایی چی داسی ښکاری چی یاغیان په قصدي توگه جگړې ملکي سیمو ته رسولي او زیات شمیر خلک یې د مرگ د خطر سره مخامخ کړي دي. او رپوټ ویلي دي چی په داسی حال کی چی یاغیان په افغانستان کی د امریکایي عسکرو زیاتیدو ته جواب وایي او همداراز د راتلونکو انتخاباتو په را نژدې کیدو سره خپلي حملې زیاتوي نو د ملکي خلکو وژل به نور هم پسې زیات سی.

XS
SM
MD
LG