د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ناټو درې نور عسکر ووژل شول


په کابل کی د ناتو قواووی وایی چی نن یی د افغانستان په ختیځ کی دری عسکر وژل شوی دی.

د هغوی د گزمی موټر په یوه بم وربرابر شو او بیا وروسته د ټوپکو ډزی ورباندی وشوی.

بل پلو پرون په افغانستان کی دری نور امریکایی ،یو فرانسوی او دوه تنه نور عسکر د یاغیانو په حملو کی وژل شوی دی چی تراوسه پوری د دغو دوو عسکرو هویت نه دی څرگند شوی خو ناتو وایی چی هغوی امریکایان نه دی.

د ٢٠٠١ کال راهیسی چی د امریکا په مشری د القاعدی او طالبانو سره جنگ پیل شوی د جولای میاشت تر ټولو خونړی میاشت وه.

خو د آگست د میاشتی د پیل راهیسی نهه عسکر ووژل شول .

همدا شان د افغانستان چارواکیو پرون وویل چی مشکوکو یاغیانو د جمهور ریس کرزی د انتخاباتی کمپاین د موټرو په کتار حمله کړی .یو محافظ یی وژلی او دوه تنه نور یی زخمی کړی دی.

ښاغلی کرزی چی ویل کیږی د آگست د شلمی په انتخاباتو کی د نورو کاندیدانو نه مخکی دی ،خپله په دی کتار کی نه و.

XS
SM
MD
LG