د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې چاودنې ١٢ تنه ووژل


د افغانستان د هرات په ولایت کې پولیس وايي، د سرک د غړې د بم په یوې چاودنې کې ١٢ تنه وژل شوي او تقریبا ٣٠ تنه نور زخميان شوي دي.

چارواکي وايي، د لرې نه کنترولېدونکی دغه بم د گڼې گوڼې نه ډک یوه سرک څنگ ته د خځلو د اچولو په یوه ځای کې پټ شوی وو او هغه وخت وچول شو چې د پولیسو یو کاروان له نږدې تیرېده.

طالبانو ویلي دي چې اصلي هدف د انجیل ولسوال وو چې په حمله کې شدید زخمي شوی دی. په دغه پیښه کې دوه نور پولیس، یوه ښځه او دوې کوچنۍ نجونې هم وژل شوي دي.

رپوټ وايي، په افغانستان کې طالبانو په داسې حال کې خپلې حملې زیاتې کړي دي چې په دغه ملک کې د اسد په ٢٩مه عمومي انتخابات کیږي.

د ناټو نوي عمومي منشي انډریس فوگ راسموسن ویلي دي، ددې لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال تروریزم په لوی مرکز بدل نشي، دغه ملک زیاتې نړیوالې مرستې ته ضرورت لري.

هغه وویل، ناټو خپله برخه مسئولیت پر غاړه اخلي خو دا ټول کار په یوازې ځان هم نشي کولای.

ښاغلي راسموسن په دې برخه کې د بین المللي گډو هلو ځلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې پخپله افغانان هم باید زیاته همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG