د لاس رسي وړ اتصالات

پر کابل توغندي لگیدلي


د افغانستان چارواکي وايي، د کابل پر ښار باندې لږ تر لږه اته توغندي لگېدلي دي یو تن او یو ماشوم پکې وژل شوی دی.

چارواکي وايي، یو راکټ د امریکا سفارت ته نږدې لگېدلی او نور ټول د کابل هوايي میدان ته نږدې لگېدلي دي.

طالبانو ددغې حملې مسئولیت اخیستی او ویلي یې دي چې اصلي هدف د کابل هوايي میدان او په دغه سیمه کې د ملي اردو یوه قرارگاه وه.

په عین وخت کې، پرون د زابل په ولایت کې یوه ځانمرگي د استخباراتو د ادارې د یوه موټر سره نږدې په ځان پورې تړلي بمونه والوزول، د استخباراتو یو مامور او څلور ملکي خلک یې ووژل. په پیښه کې لږ تر لږه ١٨ تنه زخمیان شوي دي.

له بلې خوا، د میدان وردگو والي محمد حلیم فدايي له یوې حملې روغ وتلی دی. د هغه د موټرو کاروان کابل ته نږدې د سرک د غاړې په بم ور برابر شوی او چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې عمومي انتخاباتو ته لږ وخت پاتې دی، طالبانو هم خپلې حملې زیاتې کړي دي.

طالبانو اخطار ورکړی چې دغه انتخابات به گډوډ کړي او له خلکو نه یې غوښي چې رایه ورنکړي. طالبانو له خپلو کسانو نه غوښتي چې سرکونه بند کړي چې د انتخاباتو مرکزونو ته د خلکو د تللو مخه ونیول شي.

د دوشنبې په ورځ طالبانو د هرات په ولایت کې د بم د هغې چاودنې مسولیت په غاړه واخیست چې د پولیسو پر یوې گزمې وشوه او ١٢ تنه پکې ووژل شول.

طالبانو وویل چې ددغې حملې هدف د انجیل ولسوال محمد عیسی وو. ولسوال په هغه دیرشو کسانو کې دی چې په چاودنې کې زخمي شوي دي.

د ناټو نوي عمومي منشي انډریس فوگ راسموسن پرون په برسلز کې وویل، ددې لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال تروریزم په لوی مرکز بدل نشي، دغه ملک زیاتې نړیوالې مرستې ته ضرورت لري

XS
SM
MD
LG