د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د احمدي نژاد دوهمه دوره حکومت پیل شو


په ایران کې جمهور رئیس محمود احمدي نژاد نن خپله دوهمه دوره حکومت د رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل کړ.

ښاغلي احمدي نژاد نن د ایران د پارلمان مخې ته د دفادارئ لوړه وکړه. هغه خپل بیا انتخابېدل د ایران د خلکو او ددغه ملک د اسلامي جمهوریت یو ملي بری وباله.

په عین وخت کې په تهران کې په سلهاوو خلکو د احمدي نژاد د بیا انتخابېدو په خلاف مظاهرې کړي دي. عیني شاهدان وايي، پولیسو لږ تر لږه یو تن په دغه ترڅ کې نیولی دی.

خو د ایران د حکومت مخالفې ډلې خبرداری ورکړی چې مظاهرې به دوام ولري.

د ایران اصلاح طلبي مشر مهدي کروبي چې په تیرو انتخاباتو کې جمهوري ریاست ته کاندید وو، دغه خبره یوې هسپانوي ژبې ورځپاڼې ته کړې ده. هغه ویلي دي چې دی او د اصلاح غوښتونکو بل مشر میر حسین موسوي به هیڅکله هم د احمدي نژاد له حکومت سره جوړ نشي.

د تیرو انتخاباتو دغو دواړو کاندیدانو وړمه ورځ په هغې غونډې کې هم گډون نه وو کړی چې په ترڅ کې یې د ایران ستر روحاني مشر آیت الله خامنايي په رسمي ډول په انتخاباتو کې د احمدي نژاد بری منظور کړ.

په واشنگټن کې د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ گیبز وویل، فکر نه کوي چې جمهور رئیس اوباما به ښاغًلي احمدي نژاد ته د مبارکئ پیغام واستوي.

خو کله چې له گیبز نه پوښتنه وشوه چې آیا امریکا د احمدي نژاد حکومت په رسمیت پیژني، هغه ځواب ورکړ چې ښاغلی احمدي نژاد یو منتخت مشر دی.

جمهور رئیس احمدي نژاد د څو تنو غربي مشرانو دا خبره بابېزه گڼلې چې ویلي یې دي نه غواړي احمدي نژاد ته د مبارکئ پیغام واستوي. ښاغلي احمدي نژاد ویلي، په ایران کې هیڅوک ستاسو د مبارکئ پیغام ته انتظار نه باسي.

ټاکل شوې ده چې د جوزا د ٢٢مې له انتخاباتو وروسته لومړنی بهرنی مشر ایران ته سفر وکړي. د یمن سلطان قابوس بن سعید ویلي دي چې د ښه گاونډیتوب په نیت غواړي د درې ورځو لپاره په ایران کې تم شي.

د یوه بل خبر له مخې، ایران ویلي له هغو چارواکو نه به تحقیقات وکړي چې په زندانونو کې له هغه بندیانو سره په بدې رویې کولو باندې تورن دي چې په مظاهرو کې نیول شوي دي.

د ایران دولتي مطبوعاتو د د ملي امنیت د شورا د چارواکو له قوله لیکلي چې که هر څوک حتی لوړ پوړي مقامات مجرم وگڼل شي نو له کاره به برطرفه کړل شي.

XS
SM
MD
LG