د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي ته د خلکو هرکلی پای ته رسیدلی؟


کاناډا سټار ورځپاڼې د شنبې په ورځ ولیکل چید جمهوریس کرزي د انتخاباتی مبارزې په جریان کی داسی ټینگ امنیتی ترتیبات نیول سوي وي او هر څه دونه پټ ساتل کېږی چی خبریالان تر وروستی شېبی پوری خبر نه وي چی چېرته بېول کېږی .

د کاناډا سټار ورځپاڼه لیکی په افغانستان کی د جمهوری ریاست انتخابا په دغه طریقه کېږی او جمهوریس کرزی چی اکثر خلک یې د هغه د کمزوری او بې صلاحیتی له امله د کابل ښاروال بولی حتی د ارگ څخه د وتلو او نیژدې ځایونو ته د تللو په وخت کی د ډېرو پټو لارو څخه وزي او ډېر ټینگ امنیتی ترتیبات ورته نیول سوي وی.

د کاناډا سټار ورځپاڼه لیکی په افغانستان کی، چی هره سیمه د تشدد د لاسه کړېږی، انتخاباتی مبارزهاو د ډیموکراټیکو ارزښتونو څخه دفاع کول څه اسانه کار نه دی. که څه هم چی په کابل کی نسبتا کراري ده خو خلک د انتخاباتو د نېټی د را نیژدې کېدلو سره د ناکراریو د پیل کېدلو څخه په وېره کی دي او د هیواد په نورو برخو کیهره ورځد بمونو چاودني کېږی او ډېر وخت یې هدفد انتخاباتی مبارزو دفترونه وی. په دې نیژدېشپو ورځو کی یو ځل پر جنگ سالار قسیم فهیم باندی چی کرزي د خپل لومړي مرستیال په حيث ټاکلی دی حمله وسوه او بیا ورسته د کرزي د رقیب ډاکټر عبدالله دوه تنهملگري په یوه حمله کی ووژل سول. په افغانستان کی حالات داسی راغلي دي چی ناټو پخپله دا منی چی د هیواد دریمه برخه د طالبانو په کنټرول کی ده.

د کاناډا سټار ورځپاڼه لیکی د افغانستان په ځینو ولایتونو کی خو د کرزي حکومت تقریبا هیڅ ډول واک نه لري او د انتخاباتوکول تقریبا ناممکن دي. کرزي ته دا خبره هغه وخت معلومه سوه چی په دې تازه شپو ورځو کی خپل پلرني ښار کندهار تهولاړ او کله چیله هغه ښار څخهروانېدی نو وې لیدل چی خلکو په لوړ اواز هغه ته بد رد ویل او دی هم په ډېر تلوار بیرته په خپل هیلی کوپټر کی سپور سو.

د کاناډا سټار ورځپاڼه لیکی دا یوازي یاغیان نه دي چی د کرزي له حکومت سره مخالفت کوي او ورسره جنگېږی بلکه عام اولس هم د کرزي د کمزوری او په حکومت کی د ډېر زیات اداري فساد له املهله هغه څخه خپه دی. په هیواد کی هم بېکاري ورځ په ورځ زیاتېږی او هم د ژوند د ضروری شیانو او خوراکی موادو قېمتونه لوړېږی او هم امنیت ورځ تر بلي خرابېږی. کرزي چی د جمهوری ریاست دپاره په لومړیو انتخاباتو کی څه وعدې کړي وې یوه یې هم پر ځای نه کړه.

د کاناډا سټار ورځپاڼه لیکی کرزي د جمهوری ریاست په لومړیو انتخاباتو کیپه سلو کی پنځه پنځوس رایی ترلاسه کړې او د هیواد په داخل کی یې خپل محبوبیت یې ثبات کړ خو اوس د هیواد خلک لا پرېږده پخپله واشنگټن، چی دی یې قدرت ته ورساوه او د جمهوری ریاست قصر یې وروسپاره، له سرهچندانی علاقه نه ښیی.

د کاناډا سټار ورځپاڼه لیکی د کرزي د محبوبیت اندازه په ښار کی د هغه اونورو کسانو د عکسونو څخه لگول کېدلای سی. پخوا به په دوکانونو کی د کرزي چوکاټ سوي واړه او لوی عکسونه خرڅېدل خو د یوه دوکاندار د کاناډا سټار ورځپاڼی ته وویل چی په ټول کال کی یې د کرزي دوه عکسونه خرڅ کړی دي. حتی اوس په کابل کی د تر ټولو د بدنام جنگ سالار رشید دوستم، چی ټول په وینو ککړ دی، عکسونه تر کرزيزیات لیدل کېږی او خرڅېږی.

د کاناډا سټار ورځپاڼه لیکی د کرزي د انتخاباتی مبارزې دپاره چی څه غونډی جوړېږی کرزی پخپله په هغو کی نه حاضرېږی. یوازي د جولای په میاشت کی د هغه دپاره پنځوس غونډي جوړی سوې خو هغه یوازي د کندهار غونډی ته ورغی او هغه هم په ډېر بد شکل پای ته ورسېده. کرزی د جمهوری ریاست دپاره د کاندیدانو ترمنځ په لومړنی ټلوېزیونی مناظره کیحاضر نه سو او د هغه دواړو حریفانو ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني میدان ورڅخه وگاټه.

کاناډا سټار ورځپاڼه لیکی خلک گوری چی کرزي د جمهوری ریاست د بیرته گټلو دپارهد هغو جنگ سالارانو او بدنامو کسانو سره لاس یو کړی دی چی هیواد یې د تباهی کندي ته شېوه کړ او د طالبانو د راتگ سبب سول.

ورځپاڼه لیکی د ډېرو کسانو دپاره تر ټولو ددې خبری زغمل گران وه چی کرزي فهیمدخپل لومړي مرستیال په حيثوټاکی. د بشر د حقوقو ډلي وایی چی هغه د افغانستان دداخلی جنگ په وخت کی په ډلو ډلو ملکی کسان وژلي دي. کرزي په دې مسله کی د واشنگټن په اعتراضونو کی هم ری ونه واهه او پر خپله خبره ټینگودرېدی.

د کاناډا سټار ورځپاڼه د افغانستان د تحقیقاتو او پالیسیدمطالعاتو د مرکز د آمر هارون نیر له قوله لیکی چی انتخاباتی مبارزه ښه په جوش کی روانه ده. خو منورینو هیله درلوده چی گوندي د کرزي مخالفین به یوه ایتلافی جبهه جوړه کړي خو دوی پر یوه مشترکه اجندا باندی موافقه سره ونه کړه . مخالفین سره بې اتفاقه دي او هیواد ټوټې ټوټې دی.

کاناډا سټار ورځپاڼه وایی یوه سروې ښیی چی کرزی به په سلو کی یودېرش رایی ترلاسه کړي او بله سروې ښیی چی کرزي به یوازي دیرویشت فیصده رایی وگټی. د یوه تحقیقاتی مرکز، چی جرمني یې پیسې یې ورکوي، آمر حمیدالله نوراحد وایی کرزي نه اداری فساد کم کړ، نه یېپه اقتصادی وضع کی بهتری راوستله ، نه یې امنیت بهتر کړ او نه یې د بېکاریچاره وکړه. مگر اکثر افغانانپه د ېنه پوهېږی چی د کرزي پر ځای چاته رایه ورکړی او څوک به تر هغه بهتر وی. دی واییزموږ سروې گاني ښیی چی هیڅوک به په لومړي ځل انتخابات ونه گټي او دوهم ځلی رایه گیری کېږی.

XS
SM
MD
LG