د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو عمومي منشي افغانستان ته تللی


د ناتو عمومی منشی انډرز فاغ راسموسن افغانستان ته په خپل لومړي سفر رسیدلی دی.

د ډنمارک دغه پخوانی صدراعظم وايي چې د ناتو یو مهم هدف په افغانستان کې دادی چې په تدریجي ډول د امنیت د ساتلو مسوولیت افغانانو ته ور وسپاري.

د هغه دا سفر یوه ورځ وروسته د هغې کیږي چې څو راکټونه په کابل باندې ولگیدل.

د اسد په ٢٩مه جمهوري ریاست د انتخاباتو نه مخکې دا تر ټولو غټه حمله وه چې وسله والو چریکانو په پایتخت باندی کړې ده.

طالبانو ددغو حملو مسوولیت قبول کړی دی. یو راکټ یې د امریکا د سفارت سره نژدی لگېدلی و او نور یې د کابل په هوايي ډگر باندې ولگیدل.

همدا راز نن په ننگرهار کې د سړک په غاړه د بم په یوه چاودنه کی شپږ کسان وژل شوي دي. ماموران وايي چې دوه قبايلي مشران هم په وژل شوو کسانو کې شامل و. هغوی د یوې غونډې لپاره روان و چې بم یې په موټر باندې خلاص شو.

د ناټو دغه نوي عمومي منشي وړمه ورځ په برسلز کې وویل، ددې لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال تروریزم په لوی مرکز بدل نشي، دغه ملک زیاتې نړیوالې مرستې ته ضرورت لري.

هغه وویل، ناټو خپله برخه مسئولیت پر غاړه اخلي خو دا ټول کار په یوازې ځان هم نشي کولای.

ښاغلي راسموسن په دې برخه کې د بین المللي گډو هلو ځلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې پخپله افغانان هم باید زیاته همکاري وکړي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو عالي رتبه استازي کا آیډه بیا ویلي دي چې په افغانستان کې د بحران د پای ته رسولو لپاره په کار ده چې د طالبانو له عالي رتبه چارواکو سره مذاکرات پیل شي.

د ملگرو ملتونو له خوا له افغانستان سره د مرستو د ادارې (یوناما) رئیس پرون د یکشنبې په ورځ خبرې کولې.

خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر د مذاکراتو پیشنهاد رد کړی او ویلي یې دي تر څو چې له افغانستان نه ټول خارجي عسکر ونه وځي د سولې خبرې امکان نلري.

XS
SM
MD
LG