د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې بس سیند ته لویدلی ٣۴ تنه مړه دي


پاکستاني پولیس وایی چی په صوبه سرحد کی یو بس موټر په یوه غرنۍ لار کی سیند ته لویدلی ٣۴ سپرلۍ په کی وژل شوي دي.

پولیسو وویل چی په دې بس کی زیاتره پاکستاني عسکر وو او دا پېښه نن د پنجشنبې په ورځ د گلگت ښارگوټی ته نژدې شوې ده. بس د راولپنډۍ نه شمالي ښارگوټي سکاردو ته روان و.

چارواکي وایی چی په دې بس موټر کی ټول همدا ٣۴ سپرلۍ وې او فکر کوي چی هیڅوک به ژوندی نه وی پاته. د ژغورني عملې هم څوک ژوندی نه دی پیدا کړی.

داسی پېښي په پاکستان کی عامي دی ځکه چی یو خو د سړکونو حال ښه نه دی او بل ډریوران بې احتیاطي کوی.

XS
SM
MD
LG