د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: بیت الله محسود وژل شوی


په پاکستان کې کورنیو منابعو د چهارشنبې د ورځې د توغندیو په حمله کې لږ تر لږه د دوو تنو وژل کېدل په عاجل ډول تائید کړي وو چې په هغو کې د بیت الله محسود یوه میرمن هم شامله وه.

دا چې په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو تر لاس لاندې دغه سیمه ډیرې لیرې پرته ده، نو دا ممکنه نه وه چې په عاجل ډول دې دا خبره معلومه کړل شي چې آیا د توغندي د لگېدو پر وخت په دغه کور کې پخپله بیت الله محسود هم موجود وو او که نه.

ځینې خلکو ویلي دي چې بیت الله محسود د توغندي د لگېدو پر وخت د خپل خسر په کور کې د پوښتورگو د ناروغئ له امله بستري وو.

پاکستاني مقاماتو ویلي، په توغندي په حملې کې د بیت الله محسود دوهمه میرمن او امنیتي محافظین هم وژل شوي دي.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي نن په اسلام آباد کې یوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې او ویې ویل چې د محسود د وژل کېدو خبر رښتیا دی.

"او ددې لپاره چې سل فیصده مطمین شو، موږ غواړو چې ورشو او له نږدې د پیښې ځای وگورو او کله چې دا له نږدې تثبیت شي چې تقریبا دا کار شوی دی، نو بیا به موږ سل فیصده ددې خبر په اړه مطمین شو".

د اسوشیټډ پرس خبري آژانس رپوټ ورکړی چې د طالبانو یوه بل قومندان کفایت الله د بیت الله محسود مرگ تائید کړی دی.

بیت الله محسود په ٢٠٠٧م کال کې د طالبانو نږدې ١٣ ډلې تر خپلې قوماندې لاندې سره یو ځای کړې او د تحریک طالبان پاکستان نوم یې پرې کیښود.

د پاکستان چارواکي وايي، دغه ډله په پاکستان کې د ډیرو ځانمرگو حملو تر شاه لاس لري.

پاکستانو چو میاشتې مخکې بیت الله محسود د ملک تر ټولو لوی دښمن اعلان کړ او د هغه پر سر یې ٦٠٠ زره ډالر انعام کیښود.

د څو هفتو راهیسې پاکستاني قواوو په جنوبي وزیرستان کې د محسود پر سنگرونو باندې ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي وو. په همدې سیمه کې د طالبانو پټ پاخه مرکزونه پراته دي او دوی له همدې ځایه افغانستان ته هم د حملو لپاره اوړي.

داسې فکر کیږي چې پر دغې قبایلي سیمې باندې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملې هم زیاتې شوي دي.

پاکستان وايي، دغه ډول حملې د دوی د خاورې پر تمامیت تیر دی او وايي چې دا کار د اسلام آباد د حکومت او امریکا پر ضد احساسات راپاروي.

خو په کابل کې د پاکستان د پخواني سفیر رستم شاه مومند په څیر څیړونکي وايي چې د بیت الله محسود مرگ به باعث شي چې په پاکستان کې د تندروانو پر هدفونو باندې د بې پیلوټه الوتکو بمباري نوره هم زیاته شي.

"دا به د بې پیلوټه الوتکو د حملو د ستراتیژئ یو بری وگڼل شي. او به نو امریکا د پاکستان منتقدینو ته مخ ور واړوي او ورته به وايي چې که د بې پیلوټه الوتکو حملې نه وای نه دغو خلکو محوه کول او وژل به څنگه ممکنه وای".

داسې فکر کیږي چې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو دغه حملې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې له خوا اداره کيږي. د تیره یوه کال راهیسې ددغو حملو شمیر ٥٠ ته رسېدلی خو امریکا تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه له تبصرې کولو نه ډډه کړې ده.

د پاکستان استخباراِتي چارواکي وايي دوی فکر کوي چې د طالبانو قومندانانو نن غونډه کړې او غواړي د بیت الله محسود پر ځای بل څوک وټاکي.

تر دې مخکې، استخباراتي مامورینو وویل چې محسود د نارگوسي په کلي کې خاورو ته سپارل شوی. د بې پیلوټه الوتکو حمله هم همدې کلي ته نږدې شوې وه. په دغه سیمه کې طالبان حاکم دي.

امریکا وايي، بیت الله محسود له القاعدې سره لار لري او د هغه پر سره یې پنځه میلیون ډالره انعام ایښی دی.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې له دې وړاندې یې پلان درلود چې په سیمه کې د طالبانو ددغه مشر په خلاف پراخ عملیات پیل کړي.

پر بیت الله محسود باندې دا تور هم دی چې په ٢٠٠٧م کال کې یې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو په وژلو کې لاس درلود خو محسود دا تور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG