د لاس رسي وړ اتصالات

'د کاندیدانو په نفع حکومتي امکانات استعمالیږي'


د برتانیې د ټلیگراف ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د انتخاباتو په اړه په خپاره شوي یوه رپوټ کې ویل شوي چې د انتخاباتي هلو ځلو په اړ کې حکومتي مسئولین بې طرفه نه دي او د جمهور رئیس حامد کرزي په نفع له خپلو امکاناتو نه استفاده کوي.

مخالفو کاندیدانو ته په ملي او ولایتي تلویزیونونو کې وخت نه دی ورکړل شوی او په حکومتي موټرو کې خلک انتخاباتي غونډو ته رسول کیږي.

د ټلیگراف ورځپاڼه لیکي، په دغه رپوټ کې چې یوناما او د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون په گډه خپور کړی ویل شوي چې اکثره دغه سرغړونې د ښاغلي کرزي په نفع شوي دي.

رپوټ وايي، د کرزي حکومت ددغو غیر قانوني اعمالو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.

ټلیگراف لیکي، نړیوال ټولنه راروان انتخابات د افغانستان د ثبات لپاره ډیر مهم گڼي او ډیپلوماتانو دا ویره هم ښودلې که انتخابات د توقع سره سم بریالي نه وي او یا جعلکاري پکې وشي نو دا به طالبانو ته چې لا له وړاندې یې له خلکو غوښتي چې په انتخاباتو کې برخه وانخلي، ددې زمینه برابره کړي چې د انتخاباتو په خلاف پراخ تبلیغات وکړي.

نړیوال څارونکي په دې باور دي چې پاک او شفاف انتخابات طبیعي ده چې مشکل کار دی خو دوی وايي چې ددې امکان شته چې په انتخاباتو کې د جعکارئ امکانات بیخي ټیټې اندازې ته راکم کړل شي چې د انتخاباتو مشروعیت تر سوال لاندې رانه ولي.

د ټلیگراف ورځپاڼې هم د کا ایډه خبره را اخیستې ده چې وايي: "که تاسو په یوه قوي ډیموکراسئ کې د آزادو او بې طرفه انتخاباتو خبره کوئ، نو د افغانستان په څیر د یوه هیواد نه دغه ډول توقع لرل نو سخته ده".

ټلیگراف لیکي، له مړ ژواندې انتخاباتي مبارزو نه داسې ښکاري چې د جمهوري ریاست د مقام لپاره پخوانی خارجه وزیر ډاکتر عبدالله د هم حریف په توگه رابرسېره شوی دی.

د ملگرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي چې ناامنیو دغه انتخاباتي منډې ترړلې زیانمنې کړي. کاندیدانو د ملک په ډیرو ختیځو او جنوبي برخو کې کمپاین نشي کولای او له دې امله ډیر تاوان ښځینه کاندانو ته اوښتی دی.

د ټلیگراف ورځپاڼه لیکي چې ډاکتر عبدالله ورته په مرکه کې ویلي چې د کرزي د جعکارئ مخنیوی نه کیږي. ډاکتر عبدالله وايي، کرزی له حکومت منابعو او امکاناتو نه استفاده کوي او هیچا یې تر اوسه مخه نه ده نیولې. ډاکتر عبدالله وايي: "آیا ددې امکان شته چې څوک دې د یوه ملک رایه پټه کړي".

ورځپاڼه لیکي، ښاغلی کرزی وروسته له هغه د راروانو انتخاباتو لپاره تر ټولو غوره کاندید وگڼل شو چې د یو شمیر پخوانیو جنگسالارانو او د ځینو قومونو له مقتدرو کسانو سره یې ایتلاف وکړ. ټلیگراف لیکي ددې لپاره چې د دوهم ځل انتخاباتو مخنیوی وشي کرزی ضرورت لري چې له ٥٠ فیصدو زیاتې رایې وگټي.

XS
SM
MD
LG