د لاس رسي وړ اتصالات

القاعده د بیت لله مسود ځای ناستی لټوي


پاکستان وایی چی دوی په دی اندیښمن دی چی القاعده په دی کوشش کی ده چی د ترهگرانو لپاره په پاکستان کی یو نوی رئیس وټاکی؛ ځکه چی د پاکستان د طالبانو مشر بیت الله مسود وژل شویدی.

د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک د امریکا غږ له اردو سرویس سره په مرکه کی نن ددوشنبی په ورځ وویل چی باوری معلومات داڅرگندوی چی بیت الله مسود د تیری چارشنبی په ورځ چی داگست پنځمه وه، دهغو توغندیو په برید کی ووژل شو چی گومان کیږی د امریکا بی پیلوټه الوتکی په جنوبی وزیرستان کی کړی وو.

رحمن ملک وویل چی د پاکستان د قبیلوی سیمی طالبان غیرمنظم دی او دهغوی لپاره به یو وخت ونیسی چی بیرته سره منظم سی. هغه وویل دا داندیښنی وړ خبره ده چی القاعده هم په همدغه سیمه کی ده. رحمن ملک وویل چی د مسود له عنعنوی پاخه مورچل نه طالبان په تیښته روان دی.

د پاکستان چارواکیو د شنبی په ورځ په یوه ناتصدیق شوی رپوټ کی وویل چی په یوه مجلس کی د دوه رقیبو قوماندانانو ولی الرحمن او حکیم الله مسود ترمنځ جگړه ونښئتله او یو تن پکی ووژل شو.

خو ددوشنبی په ورځ حکیم الله مسود یوله هغو قوماندانانو چی گومان کیږی د بیت الله مسود ځای به ونیسی مطبوعاتو ته وویل چی ددوی مشر ژوندی دی. حکیم الله مسود هغه رپوټونه هم رد کړ ل چی د بیت الله مسود د ځای نیولو په سر باندی خونړی جگړه شویده. خو رحمن ملک داخبر درویټر خبری اژانس ته هم رد کړیدی.

پاکستان وایی چی دوی په دی باندی کار کوی چی داسی شواهد پیدا کاندی چی دا ثابته کړی چی دطالبانو غټ قوماندان بیت الله مسود تیره اونی وژل شویدی.

له بل پلوه ،د دغه قوماندان یوه ډیر مهم مرستیال ویلی دی چی بیت الله مسود ددی اونۍ په اخر کی ډیر سخت ناروغه و خو ژوندی و.

د یکنشبی په ورځ دامریکا دملی امنیت سلاکار جنرال جیم جونز وویل چی د بیت الله مسود په تنظیم کی د مشرانو ترمنځ په په دی باندی داخلی جگړه ده چی دهغه ځای ونیسی. که څه هم د طآلبانو بل مشر قوماندان نورسید د داخلی جگړی خبره ردوی.

دامریکا حکومت د بیت الله مسود په سر باندی پنځه ملیونه ډالره انعام ایښی و. بیت الله مسود یی په دی هم تورن کړی و چی د پاکستان د پخوانۍ صدر اعظمی بی نظیر بهټو دوژلو پلان هم همده جوړ کړی و.

XS
SM
MD
LG