د لاس رسي وړ اتصالات

گرشک کې چاودنې ١۴ تنه ووژل


ایتلافي قواوې وايي د تیرو دوو ورځو راهیسې د هلمند د نوزاد د ولسوالۍ د نیولو لپاره په عملیاتو اخته دي.
افغان چارواکي وایی چی د افغانستان په جنوب کی ددوو بمونو په چاودنو کی لږ تر لږه ١۴ ملکي خلک وژل شوی دي چی په کی درې ماشومان هم وو.

یوه مامور وویل چی یو بم پرون د چهارشنبې په ورځ د گرشک په ولسوالي کی یوه موټر ته وچول سو او د یوې کورنۍ یوولس غړي یې ووژل او یوازی یوه نجلۍ ژوندۍ پاته شوې ده.

له بلي خوا مامورینو ویلي دي چی د کندهار په ولایت کی درې هلکان هغه وخت ووژل سول چی د لوبو په وخت د سړک په غاړه په یوه ښخ شوی بم وربرابر سول.

ویل کیږی چی دغه دواړي چاودنی د طالبانو کار و چی لوړه یې کړې چی د آگسټ د میاشتي د شلمي نېټې د جمهوري ریاست انتخابات به گډوډ کړی.

خو له بلي خوا امریکایي او افغان قواو هم خپلو حملو ته زور ورکړی دی چی ددې زمینه برابره کړی چی دا انتخابات په امن او آرامۍ کی تر سره سی.

پرون د چهارشنبې په ورځ ۴٠٠ امریکایی او ١٠٠ تنو افغان عسکرو د هلمند د ولایت د نوزاد په ولسوالی باندی حمله وکړه چی یاغی طالبان ددغي ولسوالی نه وباسی. او د امریکا ددفاع د وزارت یوه نطاق وویل چی په راتلونکو ورځو کی به دغه ډول نور عملیات هم وسی.

XS
SM
MD
LG