د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس حامد کرزی


حامد کرزی د افغانستان لومړنی منتخب جمهور رئیس دی او د اسد د ٢٩ په انتخاباتو کې د نورو کاندیدانو نه مخکې گڼل کیږي.

دی د پولیسو او اردو په گډون د حکومت د ټولو ادارو، د بهرنیو مرستو د لگولو او منابعو مشري کوي.

ډیر خلک جمهور رئیس کرزی په دې تورنوي چې دده په دوره کې اقتصادي پرمختگ نه دی شوی او په اداره کې یې فساد ډیر زیات شوی دی. د بوش حکومت د کرزي کلک ملاتړ کاوه خو د اوباما حکومت نه خو د هغه کلک ملاتړ کړی او نه یې ښکاره مخالفت. خو د امریکا د حکومت ځینو چارواکو له ښاغلي کرزي نه خپله نارضایتي له دې امله نه ده پټه کړې چې دده حکومت په فساد ککړ او غیر موثر دی. د امریکا د ملي استخباراتو رئیس ډنیس بلیر د تیرې فبروري په میاشت کې د خپل ملک د مشرانو جرگې ته وویل چې د کرزي حکومت غیر موثر دی او محبوبیت یې له لاسه ورکړی دی.

همدا تیر کال په کابل کې د مجاهدینو د بري کلیزه لمانځل کیده چې د نظامي مارش پر وخت کرزی له یوې حملې نه روغ ووت.

جمهور رئیس کرزی د قرقرلۍ د په سر کولو له امله زیات شهرت لري. ځینې یې د کابل ښاروال بولي له دې امله چې د ملک پر ډیرو برخو باندې کنترول نه لري چې دا وخت د جنگ سالارانو او طالبانو تر واک لاندې دي.

کرزی وايي، که بیا جمهوري ریاست ته انتخاب شي نو د افغانستان د وسله والو قواوو اندازه به دوچنده کړي او د سعودي په منځگړیتوب به له طالبانو سره د سولې خبرې پیاوړې کړي.

کرزی په قوم پوپلزی دی. دده کورنۍ د پخواني پاچا ظاهر شاه ملاتړ کاوه او دده پخپله د ژوند په ابتدايي کلونو کې له سیاست سره سر وکار شو.

په ٢٠٠١م کال کې کله چې امریکايي قواوې افغانستان ته راغلې او د طالبانو رژیم له واک نه لرې شو نو کرزی قدرت ته ورسید. د همهغه کال په دسمبر کې کرزی د موقتې ادارې د مشر په توگه وټاکل شو.

یو کال وروسته د انتقالې ادارې مشر شو او په ٢٠٠۴م کال کې د په افغانستان کې د جمهوري ریاست لومړني انتخابات وگټل او جمهور رئیس شو.

که څه هم په روانو انتخاباتي مبارزو کې کرزی له خپلو سیالانو ډیر مخکې دی خو که د ډاکتر عبدالله قوي انتخاباتي مبارزې ته پام وشي، دا هم ناممکنه نه ښکاري چې په لومړي ځل انتخاباتو کې کرزی د بري لپاره د ضرورت وړ رایې پوره نه کړي او دوهم ځل انتخابات وشي.

XS
SM
MD
LG