د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکتر عبدالله عبدالله


ډاکتر عبدالله د سترگو ډاکتر دی. مخکې د کرزي په اداره کې خارجه وزیر وو او اوس په راتلونکو انتخاباتو کې د ښاغلي کرزي مهم حریف گڼل کیږي.

دی په خټه تاجک پښتون دی. د ۴٨ کلو دی او پنځه کاله د کرزي په حکومت کې خارجه وزیر وو. خو په ٢٠٠٦م کې له حکومت نه ووت او له همهغه وخت نه د کرزي پر اداره سخت انتقادونه کوي او حتی د جمهور رئیس کرزي دا پیشنهاد یې هم رد کړی چې په انتخاباتو کې دې ورسره ملگری شي.

ډاکتر عبدالله د شوروي په خلاف په جهاد کې مهمه برخه لرله او د طالبانو له سقوط وروسته د نوي حکومت په جوړیدو کې یې رول درلود.

ډاکتر عبدالله له دې امله هم ډیر مشهور دی چې د احمد شاه مسعود سره یې نږدې اړیکې لرلې.

دی په خپل انتخاباتي کمپاین کې د بدلون شعار ورکوي. له کابل نه دباندې هم په انتخاباتي غونډو کې گډون کوي او د کرزي پر ادارې انتقاد کوي چې اداري فساد په سر خیستې ده.

ډاکتر عبدالله د یوه پارلماني نظام د جوړولو خبره کوي او وايي چې د جمهور رئیس صلاحیتونه باید راکم شي.

ډاکتر عبدالله همدارنگه غواړي چې والیان او ولسوالان باید د خپلو په رایه وټاکل شوي چې دا وخت د مرکزي حکومت له خوا ټاکل کیږي.

XS
SM
MD
LG