د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني


دغه ټیکنوکرات سیاستمدار د افغانستان د مالیې د وزیر په توگه کار کړی او د جمهور رئیس کرزي د مهم سلاکار په توگه یې هم دنده تر سره کړې ده.

اشرف غني د نړیوال بانک او ملگرو ملتونو سره کار کړی او په دې آخرو وختو کې د کابل د پوهنتون رئیس وو.

په قوم احمدزی دی او زده کړې یې په امریکا کې کړي دي.

که څه هم په وروستیو احصائیو کې د خلکو د ملاتړ له مخې دریم ښودل شوی خو دغه ماهر اقتصاد پوه له خپلو تجربو په رڼا کې د افغانستان په مالي برخه کې کار کړی دی.

کله چې اشرف غني د مالیې وزیر وو، نوي بانک نوټونه یې چاپ کړل، نوی بانکي نظام یې طرح کړ او له سرمایه دارو خلکو څخه د مالیاتو د اخیستلو قانون یې پلی کړ.

اشرف غني وايي، جمهور رئیس کرزي خپل مشروعیت بایللی او حکومت دارئ ظرفیت یې له لاسه ورکړی دی.

دی د کرزي پر اداره له دې امله هم سخت انتقادونه کوي چې دده په خبره دغه اداره په ډیر زیات اداري فساد کې لتاړه ده. اشرف غني وايي، که بریالی شي نو په اداره کې به یې شفافیت موجود وي او د مخدره موادو مسئله به ختموي.

اشرف غني لومړنی کاندید دی چې پر اینټرنیټ باندی یو لوی ویب سایټ لري او یو تکړه امریکايي سیاست پوه یې د خپلې انتخاباِتي مبارزې په ډله کې شامل کړی دی. دی جیمز کارویل نومیږي او په ١٩٩٢م کال کې یې د امریکا د جمهور رئیس بیل کلینټن په بري کې مهم لاس درلود.

XS
SM
MD
LG