د لاس رسي وړ اتصالات

پوسټ: امریکا غواړي له کرزي سره اړیکې وساتي


په افغانستان کی د جمهوری ریاست د انتخاباتو دپاره مبارزه روانه ده او داسی ښکاری چی جمهور ریس کرزی له خپلو رقیبانو څخه مخکی وی. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼید جمعی د ورځی په ګڼه کی د هغه د بري په صورت کی د هغه په مقابل کی د متحده ایالاتو د دریځ په باب یو مضمون لیکلی دی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکیتیر ځل چی حامد کرزي په کال ۲۰۰۴ کی د جمهوریریاست د چوکی د نیولو دپاره مبارزه کوله نو متحده ایالاتو د هغه څرګند ملاتړ کاوه. هغه د انتخاباتی مبارزی دپاره له یوه ځای نه بل ځای ته د متحده ایالاتو په پوځی هیلی کوپترونو کی سفرونه کول او د جمهوری ریاست په افتتاحیه مراسمو کی یی د جمهوریس مرستیال برخه واخیستله او هغه ورځ یی د بشر د ازادی په تاریخ کی یوه مهمه شیبه وبلله.

دا ځل خبره هغسی نه ده . د متحده ایالاتو او افغانستان ځینی مقامات وایی د اوباما حکومت غواړی چی پر جمهوریس کرزي باندی ډیره تکیهونه کړی، په کابینه کی له هغو وزیرانو سره چی د متحده ایالاتو ورسره جوړه ده له نیژدی همکاری کوی او د ولایتی او محلی مشرانو واک اختیار زیاتوی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکی داسی ښکاری چی د متحده ایالاتو مقامات په تیرو پنځو کالو کی ، په تیره بیا د اداری فساد د کمولو په برخه کی د هغه د اقدام نه کولو له امله ناراض دی. مګر اوس داسی ښکاری چی کرزی به په انتخاباتو کی بریالی سی نو امریکا هم کوښښ کوی چی له هغه سره خپل اړیکی وساتی.

په افغانستان کی د متحده ایالاتو پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وایی څرنګه چی دوی د کرزي د لیری کولو دپاره سم پلان نه درلود نو زه فکر کوم چی پر هغه باندی یی انتقادونه کم کړل چی که سبا هغه بیا انتخاب سی نو د همکاری کولو دپاره یی لاره خلاصهپری ایښی وی.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼه د افغانستان او پاکستان دپارهد متحده ایالاتو د خاص استازي ریچارډ هولبروک د یوه عالی رتبهسلاکار جین میریټ لهقوله وایی متحده ایالات په افغانستان کی د آګسټ د شلمی په انتخاباتو کی بیطرفه دی، مګر د افغانستان خارجهوزیر رنګین دادفرسپنتا وایی د امریکا مقامات غواړی چی د کرزي په حکومت کی د اجراییه چارو د آمر یوه چوکی منځته راوړی څو د هغه په حکومت کی نظم ایجاد او د چارو د پر مخ بیولو توان پکښی پیدا کړی.

سپنتا وایی زه پوهیږم چیپه واشنګټن کی زیات کسان ددی مفکوری طرفداری کوی، مګر ددغه راز یوه نوي مقام ، چی د صدراعظم چوکی ته به ورته وی، قانونی ستونزی منځته راوړی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایید متحده ایالاتو مقاماتو په دی باب د کرزي له رقیب اشرف غنی سره خبری کړي دي که څه هم چی هغه یی لا ددی دپاره انتخاب کړی نه دی.

ورځپاڼه وایی جمهوریس اوباما په افغانستان کی دغه انتخابات په هغه هیواد کی د روان کال تر ټولو مهمه پیښه وبلله. د متحده ایالاتو مقاماتو وویلهغوی اوس تر هر څه له دی سره علاقه لری چی انتخابات ازاد او عادلانه وی. دوی وایی غواړی چی په رایه ګیری کی غبناو تشدد ونه سی او داسی نتایج ترلاسه سی چیافغانان یی مشروع او قانونی وبولی او په نتیجه کی داسی حکومت منځته راسی چی د خلکو اړتیاوی پورهکړی.

د واشنګتن پوسټ ورځپاڼه وایی دا ډیره مهمه ده چی که متحده ایالات په دغو انتخاباتو کی د چا ملاتړ کوي نو هغه به څوک وی، که څه هم چی ټول کاندیدان کوښښ کوی د امریکا څخه یو څه فاصله ونیسی او څوک یی د امریکا ګوډاګی ونه بولی.

د عبدلله او اشرف غنی په شمول، د انتخاباتی مبارزی د میدان څلورو مهمو مشرانو د جنوری په میاشت کی د جمهور ریساوباماد لوړی په مراسمو کی برخه واخیستله. کرزي په هغو مراسمو کی برخه نه درلوده او داسی اوازی خپری سوی چی جمهوریس اوباما غواړی د افغانستان د جمهوریس پر ځای بل څوک قدرت ونیسی.

کرزی هغه وخت ډیر په غوسه سو چی د متحده ایالاتو سفیر کارل ایکین بیری د جون په میاشت کی د عبدالله او اشرف غنی سره به یوه ګډ خبری کنفرانس کیڅرګند سو. که څه هم چی په هغه کنفرانس کی ایکین بیری پر دی خبری تینګار وکړ چی امریکا د هیڅ یوه کاندید ملاتړ نه کوی. یوه نیمه هفته وروسته چی کرزي د افغانستان د انتخاباتی مبارزی په لومړنی مناظره کی برخه وانه خیستله ،بیا هم عبدالله، اشرف غنی او ایکین بیری د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼه کی یو مضمون خپور کړ او د کاندیدانو ترمنځ یی د جدی مناظری غوښتنه وکړه.

ورځپاڼه وایی امریکا چی هر څونه د بیطرفی ناری وهلي دی، ډیر زیات افغانان په دی عقیده دي چی ددغو کارونو څخه یی دا څرګنده ده چی امریکایان د کرزی د رقیبانو ملاتړ کوی.

د کرزي د مشرتابه څخهله څو اړخونو اندیښنی موجودی دی. هغه په حکومت کی د اداری فساد چاره ونه کړه، د هیواد هری برخی ته یی خپل قدرت ونه رساوه، د طالبانو د ورځ په ورځ زیاتیدونکي تشدد چاره یی ونه کړه او د سولي د تینګولو دپاره یی یو څرګند پلانرا منځته نه کړ. د متحده ایالاتو مقاماتو په تیره بیا له دی امله هغه سخت وغانده چی په انتخاباتی مبارزه کی یی د خپل مرستیال قسیم فهیم په شمول بدنام قوماندانان ورسره ملګری کړل. کرزي دغه او یو شمیر نور دغه راز بدنام کسان د دې دپارهورسره ملګری کړل چی د بیلو بیلو سیمو او قومونو رایی وګټی.

د واشنګتن پوسټ ورځپاڼهلیکی کرزي کله کله د متحده ایالاتو پر قواوو باندی هم انتقادونه کړي دی. ده وویل موږ به د متحده ایالاتو سره نه یوازی دغه ستراتیژیکه انډیواليوساتو بلکه بهتره به یی هم کړو. خو په همدغه وینا کی د وویل چی د ایتلاف قواوی باید د افغانانو نیولو ته خاتمه ورکړی او ټولی خارجی بندیخانی وتړی.

ورځپاڼهد کرزي د رقیبانو له قوله وایی چی هغه د خارجیانو د دسیسو څخه د ویری په ناروغي اختهدی. ډاکټر عبدالله وایی هغو مشرانو چی له کرزي سره یی لیدلي دي ماته ویلی دي چی هغه تل وایی چی موږ باید یو موټی سو،امریکایان، برټانویان او نور تل په دسیسو لګیا دي.

XS
SM
MD
LG