د لاس رسي وړ اتصالات

وردګ: د انتخاباتو د بشپړ امنیت ضمانت نه کوي


د افغانستان چارواکی وایی چی دوی د آگست د شلمی نیټی د انتخاباتو د پوره امنیت ساتلو وعده نه کوی خو تر خپلی وسی پوری به هڅه وکړی چی د طالبانو د حملو مخنیوی وکړی.

د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردگ نن په یوه خبری کنفرانس کی خبریالانو ته وویل چی حکومت به هڅه وکړی چی د داسی حملو مخه ونیسی چی پرون د کابل په ښار کی د ناتو د مرکز مخی ته وشوه او اوه تنه پکی وژل شول.

خو هغه زیاته کړه چی د ټولی سیمی او خلکو لپاره د پوره امنیت نیولو لپاره امکانات نه لرو.

طالبانو افغانانو ته خبرداری ورکړی چی په انتخاباتو کی برخه وانخلی او د انتخاباتو د مخه یی خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

په همدی خبری کنفرانس کی د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وویل چی هغه مطمین دی چی افغان ولس به په دی ورځ په انتخاباتو کی برخه واخلی.

XS
SM
MD
LG