د ایران مطبوعات وایی چی د ایران د جنجالی انتخاباتو وروسته مظاهرو کی ٢٥ نور بندیان هم محاکمه شوی دی.
د ایران دولتی آژانس ایرنا وایی چی په محکمه کی دغه ٢٥ کسان د انتخاباتو وروسته د تشدد کولو په تور محاکمه شول.
نوی رپوټونه وایی چی د سړکونو په سر د مظاهرو فلمونه د محاکمی په جریان کی وښودل شول.
ایران د جون د دولسمی نیټی د انتخاباتو وروسته مظاهرو له امله په سلگونو کسان بندی کړل.
د محمود احمدی نژاد سیالانو ویلی و چی په انتخاباتو کی ټگی برگی شویده.
د دی وروستیو اونیو د غټو مظاهرو له امله د سلو نه زیات کسان بندی شوی دی.
په دی بندیانو کی عالی رتبه سیاستمداران ،یو فرانسوی ښوونکی او د برتانیی او فرانسی د سفارتونو مامورین شامل دی.
له بلې خوا د ایران ستر روحاني مشر د نوی قاضی القضات مقرر کړی دی.
صادق لاریجاني پر دغه پوست مقرر شوی. دی د ایران د شورای نګهبان غړی دی او د ایران د پارلمان د ریس علي لاریجاني ورور دی.