" border=0 hspace=0 alt="US special envoy to Pakistan and Afghanistan, Richard Holbrooke in Islamabad, Pakistan, 16 Aug. 2009
" align=left src="https://author.voanews.com/pashto/images/AP-US-special-envoy-to-Pakistan-and-Afghanistan-Richard-Holbrooke-eng-210-16aug09.jpg" width=210 height=210>د امریکا خاص استاځی ریچارد هالبروک پاکستان ته تللی او نن به هلته د عالی رتبه چارواکیو سره خبری وکړی.
ټاکل شوی چی هال بروک به د سوات دری ته هم ولاړ شی.
خو د امریکا د سفارت نطاق وویل چی د شدیدو بارانونو له کبله د هغه سفر وځنډید.
د پاکستان پوځ د اپریل په وروستیو کی د سوات په دره او شاوخوا سیمو کی له هغه وروسته حمله وکړه چی یاغی طالبانو د سولی تړون مات کړ او د پایتخت اسلام آباد په لوری یی پرمختگ وکړ.
پوځ وایی چی اکثره یاغیان یی د سوات د دری نه ایستلی دی.خو تراوسه یو څه جنگ روان دی.
نن د سوات په بیلابیلو ځایونو کی د یاغی طالبانو اتلس مړی میندل شوی دی.
د پوځ چارواکی وایی چی د دوی په گمان دغه کسان د محلی خلکو لخوا د غچ اخیستو په خاطر وژل شوی دی.
طالبانو د سوات په دره کی ډیر سخت شریعت چلاوه ،په ساز یی بندیز لگولی و او د نجونو ښونځیو ته یی اور اچاوه او د خپلو مخالفینو سرونه یی غوڅول.