د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان په نړیوالې جگړې کې خپله تسلیمي ولمانځله


د جاپان صدراعظم د شنبې په ورځ د هغه مصیبت له امله بخښنه وغوښته چې په دوهم نړیوال جنگ کې یې ملک ته ورسید.

د جاپان په پایتخت ټوکیو کې نن په دوهم نړیوال جنگ کې د جاپان د تسلیمېدو ٦۴مه کلیزه ولمانځل شوه. په دې مناسبت صدراعظم تارو آسو د جنگ پر وخت جاپان او نورو ملکونو ته د رسیدلو مصیبتونو له امله خفگان او پښیماني وښوده.

د جاپان پاچا هیرو هیتو د ١٩۴٥م کال د اگست په ١٥مه د جاپان تسلیمي اعلان کړ. د جاپان اوسني پاچا اکي هیتو چې د هیرو هیتو زوی دی، نن د مصیب ځپلو خلکو سره خپله غمشریکي اعلان کړه او هیله یې وښودله چې دغه ډول جنگ بیا په نړۍ کې تکرار نشي.

په عيني وخت کې د جاپان پخواني صدراعظمان جوني چیرو کویزومي او شینزو آبي او ۴٠ تنو نور سیاستمداران د یاکسوکاني هدیرې ته ورغلل چیرې چې د دوهمې نړیوالې جگړې نږدې دوه نیم میلیونه قربانیان خښ دي په دوی کې ځینې جنگي مجرمین هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG