د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان: د افغانستان جگړه بې ارزښته ده


د امریکا د خلکو د نظر معلومولو یوه نوې سروې چی د افعانستان د انتخاباتو په شپه شوې ښئي چی یو زیات شمیر امریکایان فکر کوی چی د افغانستان جگړې نور خپل ارزښت بایللی دی.

دا سروې چی د واشنگټن پوسټ ورځپاڼي او د اې بي سي نیوز له خوا پرون خپره شوې ، څرگندوي چی په یو زر تنو کی ٥١ فیصده یې ویلي دي چی د افغانستان جگړه د دوام وړ نه ده.

۴٧ فیصده خلکو ویلي دي چی دا جگړه دي دوام وکړی، خو یوازي ٢٥ فیصده خلکو وویل چی دوی غواړی اضافي عسکر دی افغانستان ته واستول سی او په دروکی دوې برخي خلکو ویلي دي چی دوی په دې کی شک لری چی په افغانستان کی به انتخابات یو مؤثره حکومت منځ ته راوړی.

XS
SM
MD
LG