د لاس رسي وړ اتصالات

جان کیري: دا انتخابات پخپله افغانان سمبالوي


امریکا غږ د افغانستان ددغو انتخاباتو په اړه د امریکا د پارلمان له غړي جان کیري سره مرکه کړې ده.

پوښتنه: دا د افغانستان په نوي تاریخ کې د جمهوري ریاست دویمې ټاکنې دي. هغه انتخاب چې افغانان به یې په دې ټاکنو کې ترسره کړي، څومره مهمه گڼئ؟

ځواب: فکر کوم دا ډېر زیات مهم انتخاب دی ځکه اول خو دا چې دا لومړی ځل دی چې افغانانو په واقعی توگه پخپله دا ټاکنې سمبالې کړي دي. دویم دا چې ډېر شمیر کسانو ځانونه کاندید کړي دي. له درېیو زرو څخه زیات کسانو ځانونه شوراگانو ته کاندید کړي او له نهه دیرشو زیات د جمهوري ریاست کاندیدان دي. دا افغانانو ته یوه ډېره حساسه شیبه ده چې په کې خپله راتلونکې د دیموکراتیک بهیر له لارې ټاکي. هم د تاریخ له پلوه او هم د روانو جگړو له پلوه. له دې نه مهم نشي کیدای.

پوښتنه: د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي په قومي او مذهبي مشرانو کې د نفوذ پیدا کولو دودیزه لاره خپله کړې. تاسو څه فکر کوئ چې آیا ډاکتر عبدالله او اشرف غني به یې په دې برخه کې سیالي وکړای شي؟

ځواب: په حقیقت کې دا ما پورې اړه نه لري چې ووایم هغوی کولای شي او که نه او یا حتی په دې اړه قضاوت هم وکړم. دا په افغانانو پورې اړه لري چې د هغو د وړتیا په هکله تصمیم ونیسي او د همدې لپاره هغو ځان کاندید کړی. هغه څه چې افغانان باید پوه شي هغه دا دی چې امریکا دې ته نه ده ناسته چې د یوه او یا بل مشخص کاندید ملاتړ وکړي. موږ په پټه او خفآ کې د یوه یا بل کاندید ملاتړ نه کوو. موږ د انتخاباتو د بهیر ملاتړ کوو.

پوښتنه: د اساسي قانون له مخې ایا یو جمهور رئیس کولای شي د انتخاباتو پروسه لغوه کړي او د لوی جرگې غوښتنه وکړي؟

جواب: د فني لحاظه نه! خو په هغه حالت کې چې اضطراري حالت رامنځ ته شي او د اساسي قانون سره مطابق ولري کیدای شي. زه په دې باور نه یم چې یو جمهور رئیس وکولای شي چې ووایي چې انتخابات نشته.

پوښتنه: او دا موضوع پر افغانستان څه اثر کولای شي؟

جواب: ډیر جدي اثر. دا د هغې نه، د امریکا په پلوي هم تاثیر کوي. او دا به د امریکایانو او ناتو په برخې اخیستنې باندې هم ستر اثر وکړي. زه فکر کوم هره دموکراسي چې په افغانستان کې د دموکراتیکو هڅو لپاره متعهده ده، هغه ته به د یو غیر دموکراتیک عمل په توگه وگوري.

پوښتنه: تاسې د ویتنام په جگړه کې حضور درلود. او یو شمیر خلک وایي چې د افغانستان جگړه د وینتنام د جگړی د بڼې نیولو خواته روانه ده. په دې اړه ستاسې نظر څه دی؟

جواب: یو شان والی شته خو مونږ باید د هغې په اړه له احتیاط نه کار واخلو. یو شمیر عمده توپیرونه هم شته. ستر تفاوت دادی چې مونږ د غلطو دلیلونو له مخې په ویتنام کې جنگیدو. خو مونږ مونږ دې هیواد ته د هغو بریدونو په وجه تللي یو چې په کې زمونږ د درې زره وگړو د مرگ سبب شول. او هغهو خلکو چې دا کار یې کړی و، ددې هیواد د هغه وخت د حکومت له لورې حمایه کیدل. هغوی دغه انتخاب وکړ، او مونږ هغې هیواد ته لاړو، د یو مشروع هدف په خاطر چې هغه پر مونږ باندې د نورو د قابلیت کمول و.

XS
SM
MD
LG