د لاس رسي وړ اتصالات

د رای گیرئ په ٢ مرکزو کې کرزی مخکې شوی


په افغانستان کی د پنجشنبې د ورځی د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو نتیجو نه ښکاری چی برحال جمهوررئیس حامد کرزی مخکی دی.

د امریکا غږ خبریالانو نن د جمعې په ورځ په کابل کی د رای گیرۍ درې مرکزونه وکتل چی هلته کارکونکو رایي په لاسونو شمیرلې .

د لومړنیو نتیجو نه ښکاریدل چی ښاغلی کرزی په دوو مرکزونو کی مخکی و چی په هغه کی هغه مرکز هم شامل دی چی د کابل وحش بڼ ته نژدې واقع دی او په دې سیمه کی هغه لیسه لوستې وه.

مگر په دریم مرکز کی چی هلته د ښاغلي کرزي میرمني خپله رایه اچولې وه، هلته عبدالله عبدالله تر کرزي مخکی سوی دی.

اشرف غني په دغو درو واړو مرکزونو کی دریمه او رمضان بشردوست څلورمه درجه ترلاسه کړې ده.

ددغو ابتدایی رای شمیرلو نه دا هم معلو مه شوې ده چی ښاغلي کرزي په دغو درو مرکزونو کی ٥٠ فیصده رایي نه دي گټلي چی ددوهم ځلی انتخاباتو مخنیوی وکړی.

XS
SM
MD
LG