د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: ډیرو افغانانو انتخاباتو کې ګډون کړی


د امريکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې سره د دې چې طالبانو د انتخاباتو پر موده په لس ګونو د راکټ حملې ترسره کړې ترڅو د انتخاباتو پروسه مختله کړي خو د جمعې په ورځ دا په ډاګه سوه چې په کافي اندازه خلکو د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه.

ورځپاڼه لیکي چې د تېرې پنجشنبې انتخابات د ۲۰۰۱ کال را په دی خوا دویم انتخابات دي چې په افغانستان کې ترسره کیږي. دا په داسي حال کې چې تر اوسه لا معلومه نه ده چې څومره افغانانو د تېرې پنجشنبې د ورځې په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه او د انتخاباتو نتایج څه دي، د جمهور ریْس کرزي او عبدالله عبدالله ویاند دواړو د جمعې په ورځ په انتخاباتو کې د یادسویو کاندیدانو د بري اعلان کړی دی.

ورځپاڼه د جمهور ریْس کرزي د ویاند همایون حمید زاده د خولې لیکي چې وايي د افغانستان په جنوب کې ۵۰ په سلو کې خلګو خپلې رایې کارولې دي خو حمید زاده د جزیاتو د خپرولو څخه ډډه وکړله.

دبلي خواه بیا د اسوشیتت پریس د ملي متحدې جبهې د ویاند سید فاضل سانچارکي د خولې لیکي چې وايي د کرزي د دفتر ادعاګانې غلطي دي. د رای شمیرنو لومړیو نتایجو دا وښوده چې عبدالله عبدالله ۶۲ په سلو کې رایې ګټلي دي.

دغه راز ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا د جمهور ریْس خاص استازي، ریچارد هولبروک د جمعې په ورځ د درو سرو کاندیدانو سره یعنی د جمهور ریْس کرزي، پخواني د بادنیو چارو د وزیر عبدالله عبدلله او پخوانی د مالیې وزیر اشرف غني احمد زي سره جلا جلا کتلي دي او د درو سره کاندیدانو نه یې غوښتلي دي چې د حوصله څخه دي کار واخلي او د رسمي نتایجو د اعلانیدو مخکي دي د بریالیتوب او یا هم ټګۍ برګۍ ادعا ګانې و نه کړي.

ورځپاڼه لیکي چې امريکايي مقاماتو په دې خاطر چې د کرزي د کمپاین مسول دین محمد پر دې ټینګار وکړ چې د دویم ځل دپاره به رای ګېري ونسي او جمهور ریْس کرزیْ به په لومړۍ رای شمېرنې کې بریالی سوی دی، ناخوښي څرګنده کړېده.

په عین حال کې ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د امريکا سفارت هم یوه بیانیه خپره کړېده چې په کښي راغلي دي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون یواځي د دې صلاحیت لري چې د انتخاباتو نتایج اعلان کړي. په بیانیه کې راغلي ده چې ټول کاندیدان دي د صبر څخه کار واخلي.

ورځپاڼه لیکي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسولینو ویلي دي چې د انتخاباتو لومړي نتایج به د شنبې په ورځ اعلان سي خو د ملګرو ملتونو مسْولینو چې د انتخاباتو د کمیسون سره همکاري کوي ویلي دي چې که چیري د تخطیوو او ټګۍ برګۍ شکایات ډیر وي نو د انتخاباتو عمومي نتایج به تر یوې میاشتې پوري وخت ونیسي ځکه چي کمیسون باید د خلګو درج سوي شکایات وڅېړي.

دغه راز ورځپاڼه د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا د خاص استازي ریچارد هولبروک د خولې لیکي وايي اوس بله مسله د رایو شمیرل دي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون دخواه به ترسره سي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په جنوب کې خلګو د طالبانو ګواښونو او اخطارونه چې ګواکي د خلګو ګوتي به پرې کړل سي، په پام کې ونه نیوله او په انتخاباتو کې یې برخه واخیسته. خو ورځپاڼه لیکي چې طالب یاغیانو بیا هم خپلې حملې وکړې او بېګناه ۳۰ افغانان یې په بیلابیلو حملو کې ووژل.

ورځپاڼه د یوې څلوېښت کلنه میرمن زینت د خولې لیکي چې وايي زه ډیره خوشاله یم چې په انتخاباتو کې مي برخه واخیسته او رای مي وکړه ګوندي خدای سوله راسي او هرڅه په ښه بدل سي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په شمال کې د جنوب په مقایسه ډیرو خلګو په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه. ورځپاڼه دا هم لیکي چې د جنوب په ځینو برخو کې د انتخاباتو کارکونکو او رای ورکونکو به د کمرو مخکي مولونه ووهل او د امنیتي ستونزو له کبله به یې نه غوښتل چې عکسونه یې واخیستل سي.

په عین حال کې ورځپاڼه لیکي چې د امريکا جمهور ریس بارک اوباما هم په یو راډیويي مرکه کې وویل چې د طالبانو د کوښښونو برسېره انتخابات په موفقه توګه ترسره سول. ښاغلي اوباما زیاته کړه چې مونږ باید پر دې ډیر ټینګار وکړو چې افغانستان ته سوله راولو او په خپل ماموریت کې بریالي سو.

XS
SM
MD
LG