د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان خبریال په پاکستان کې ووژل شو


د پاکستان یو چارواکی وايي، وسله والو کسانو د خیبر په ناارامه قبایلي سیمه کې افغان خبریال جان الله هاشم زاده وژلی دی.

محلي چارواکي ریحان خټک وویل، هاشمزاده له تورخم نه پیښور ته روان وو چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې.

رپوټ وايي، جان الله هاشم زاده په یوه فلانگ کوچ کې سفر کاوه وسله والو کسانو ودراوه او په موټر کې یې پر هغه ډزې وکړې. په همدې موټر کې یو بل تن زخمي شوی دی.

هاشمزاده د شمشاد تلویزیون سره کار کاوه.

تر اوسه هیچا د هغه د وژلو مسئولیت نه دی اخیستی.

د خیبر په سیمه کې القاعده او وسله وال طالبان فعال دي.

XS
SM
MD
LG