د لاس رسي وړ اتصالات

"امریکا د نوي افغان حکومت اصلاح غواړي"


د وال سټریټ ژورنال خپرونه د شنبی په ورځ د اگست په ٢٢مه لیکی چی دامریکا چارواکی په دی غور کوی چی څنگه دافغانستان جمهوررئیس حامدکرزی دیته وهڅوی چی په حکومت کی آصلاح او بدلون راولی،ځکه دغه حکومت ته په واشنگټن کی د ډیرو له خوانه د یوه غیر مؤثر او په اداری فساد اخته حکومت په نظر کتل کیږی؛ البته که چیری حامد کرزی د دویم ځل لپاره جمهوررئیس شی.

دوال سټریټ ژورنال خپرونه د شنبی په ورځ د اگست په ٢٢مه لیکی چی دامریکا چارواکی په دی غور کوی چی څنگه دافغانستان جمهوررئیس حامدکرزی دیته وهڅوی چی په حکومت کی آصلاح او بدلون راولی،ځکه دغه حکومت ته په واشنگټن کی د ډیرو له خوانه د یوه غیر مؤثر او په اداری فساد اخته حکومت په نظر کتل کیږی؛ البته که چیری حامد کرزی ددیم ځل لپاره جمهوررئیس شی.

په عین وخت کی په واشنگټن کی له یوشمیر چارواکیو سره داویره هم ملگری ده چی دویم ځلی انتخابات دنړیوالو هڅو هغه قیمت بها وخت ضایع کولی شی چی ددی هیواد د ثبات لپاره یی کوی. ښاغلی کرزی او دهغه سره نیژدی انتخابی سیال عبدالله عبدالله په انتخاباتوکی د مخکښتوب دعوي کړیدی. په افغانستان کی به د جمهوری ریاست د انتخاباتو نتایج ښایی تر سه شنبی پوری اعلان نشی. که چیری یو کاندید هم له پنځوس فیصدو نه زیاتی رایی ونه گټی او داضروری وگڼل شی چی دویم ځلی انتخابات وشی نو دا به په اکتوبر کی وی. البته ترهغی وروسته یو فعال حکومت منځته راتللی شی.

په افغانستان کی په انتخاباتو کاندید سیالان ددی ادعا کوی چی ترنورومخکی دی. خو سره له دی هم دامریکا د پالیسۍ جوړوونکی ددی فرضیی تراثرلاندی کار کوی چی ښاغلی کرزی به په حکومت کی چی ډیر عاجل بدلون ته ضرورت لری مهم نقش ولری. وال سټریټ ژورنال د پینټاگان دیوه معتبر او پخوانی چارواکی له قوله چی د اوباما اداری ته دافغانستان د پالیسی په باب مشوری ورکوی لیکی چی پکارده موږ له هغه سره په دی برخه کی مرسته وکړو چی په دی باندی تمرکز وکړی چی له هغه نه ملت ته څه په میراث پاتی کیږی.

او دی څه غواړی چی دافغانستان خلک دده دوری ته په کوم نظر وگوری.؟ فعلاخو ډیره بده ده. دوال سټریټ ژورنال خپرونه لیکی چی د سپینی مآڼی اړیکی له ښاغلی کرزی له هماغو اولو ورځونه چی براک اوباما جمهوررئیس سو چندان ښی ندی. د براک اوباما داداری معتبرو چاروکیو هغه ته وویل چی له ده سره به د حکومت د اجرااتو په باب د بش داداری په پرتله ډیر حساب اوکتاب وشی.

له هماغه وخت راهیسی سپینی ماڼۍ خپل انتقادونه نرم کړیدی اوچارواکی وایی چی دوی د افغانانو دیوه منتخب جمهوررئیس په توگه د ښاغلی کرزی ملاتړ کوی. جمهوررئیس اوباما بیاهم د جمعی په ورځ وویل چی امریکا دافغانستان په انتخاباتوکی په کاند ایدنوکی یوه ته هم ترجیح نه ورکوی.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د جمعی په ورځ دافغانانو ستاینه په دی باندی وکړله چی د طالبانو د تهدیدونو او بریدونو د گواښ پروایی ونه کړله اورایو ورکولو ته ولاړل. هغه وویل امریکا به دیته ادامه ورکړی چی له چارواکیو سره خپلو مرستو اوملاتړ ته دوام ورکړی چی دا خبره یقینی شی چی دانتخاباتو نتایج په سمه توگه د رایو ورکووونکیو اداره تمثیل کړی. ښاغلی اوباما وویل چی په ماباندی د رایو ورکوونکیو هغه جرئت چی دتخویف په مقابل کی یی ښکاره کړ او دهغوی وقاراو درناوي چی دبی نظمۍ په مقابل کی یی څرگندکړ؛ ښه تاثیر وکړ. اوباما په خپلو خبرو کی زیاته کړه چی دهغو کسانو ترمنځ چی دخپلی اینده کنترول په انتخاباتوکی لټوی او دهغو کسانو ترمنځ چی ددی لپاره قتل او قتال کوی چی دکامیابی مخه یی ونیسی ډیر ښکاره توپیر موجود دی.

وال سټریټ ژورنال لیکی چی د حکومت اداری فساد دامریکا د قومانداانو ترمنځ اندیښنه زیاته کړیده. یوه تن چی د پرمختگ دارزیابی په برخه کی لنډ معلومات ورکاوه وی ویل چی د حکومت اداری فساد ترهغه نه زښت ډیردی څومره چی موږ درک کولی شو. دوال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکی چی یو انکشاف چی دامریکا د حکومت چارواکی ورته له نیژدی نه گوری او دامکان په صورت کی دیوی ښی نښی په توگه ورته کتل کیږی هغه له هغو کسانو سره د ښاغلی کرزی مذاکرات دی چی ښایی د یوه غټ اداری مقام په توگه دهغه په اداره کی کاروکړی.

په دی کسانوکی یو تن په ملگرو ملتونو کی دامریکا استاځی زلمی خلیل زاد دی او بل دافغانستان دمالیی پخوانی وزیر اشرف غنی دی. ښاغلی اشرف غنی د جمهوری ریاست لپاره هم کاندید دی. داسی معلومیږی چی د ښاغلی اشرف غنی احمدزی امکانی نقش په دی برخه کی دامریکا دلچسپی راپیدا کړیده. اشرف غنی د اداری فساد خلاف مبارزه کړیده او پخوایی د نړیوال بانک د اقتصاد پوه په توگه کار کړیدی.

دامریکا دیپلوماتانو په دی ټینگار کړیدی چی هغوی د ښاغلی اشرف غنی احمدزی له کاندیدۍ سره مرسته نه ده کړی خو هغوی داهم وایی چی که چیری هغه داجرائیی کوم مقام ته ورسیږی نو دا به دافغانستان لپاره یو مثبت انکشاف وی. دامریکا یوچارواکی چی دافغانستان په پالیسۍ باندی کار کوی وایی چی که هغه هماهنگی منځته راوستلی شی نودابه ښه کار وی.

وال سټریټ ژورنال لیکی چی دامریکا چارواکی په دی زور اچوی چی ځایی او ولایتی شوری گانی قوی شی او دکابل سره یی په قوت کی توازن پیداشی. همدغه رازیوه ستراتیژی په عراق کی استعمال شوله. هلته یو شمیر شوری گانو ته دا واک او اختیار او امکانات ورکړل شوی وو چی دهغو کلیوالو ضرورتونو ته توجه وکړی چی داسی احسا س کوی چی له نظره غورځیدلی دی.

XS
SM
MD
LG