د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د ترهگرو څو دسیسې شنډې شوي


د پاکستان پولیس وایی چی دترهگرانو څو دسیسی یی شنډی کړیدی او په دی اړه یی دیارلس افراطیان چی له القاعده یا طالبانو سره تړاو لری د یوه چپاو په ترڅ کی د پاکستان په جنوبی او ختیځو برخو کی نیولي دي.

پولیسو وویل چې د دوشنبې په ورځ یی اوه تنه نیولی دی او له هغوی سره یی بمونه او نور چاودونکی مواد هم د کراچي په بندری ښار کی نیولی دی. پولیس وایی چی دا کسان د القاعده سره د تړاو لرونکی او غیرقانونی شوی ډلی لشکر جنگهوی سره تړاو لری.

په دغه ډله باندی له مخکی نه شک موجود و چی د حکومت د چارواکیو د وژلو لپاره یی دسیسی او پلانونه جوړول. پردی سر بیره پرهغوی باندی داشک موجود و چی تیرکال یی په اسلام اباد کی د میریاټ هوټل او د شیعه گانو دیوه جومات په بم چونه کی په ٢٠٠٣ میلادی کی لاس درلود.

په ختیځ پاکستان کی پولیس وایی چی شپږ تنه مشکوک طالبان یی د پنجاب په ایالت کی نیولی دی. د پولیسو یوه معتبر چارواکی عثمان انور وویل مشکوکو طالبانو پلان جوړ کړی و چی په خارجی تاسیساتو او عبادتځایونو باندی بریدونه وکړی. چارواکی وایی چی په دواړو عملیاتو کی دافراطیانو هغه پلانونه شنډ کړی شول چی تروریستی حملو ته نیت کړی و.

په یوه بل خبر کی ویل شویدی چی د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک وایی چی طالبانو د بیت الله مسود یو خپلوان په دی شک باندی وژلی دی چی دهغه د پټیدو د ځای په باب معلومات برابرکړی و.

رحمن ملک وایی چی د استخباراتو رپوټونه دا ښیی چی د پاکستان د طالبانو د تحریک د مسود خوسر او دهغه دکورنۍ نور غړی برمته کړیدی.

دامریکا او پاکستان چارواکی وایی چی په دی عقیده دی چی بیت الله مسود دامریکا د بی پیلوټه الوتکی په بمباری کی چی د اگست په پنځمه باندی وشوه وژل شویدی خو د طالبانو نطآق دهغه مرگ ردوی.

په یوه بل خبر کی ویل شویدی چی د پاکستان د طالبانو یو قوماندان د شنبی په ورځ اعلان وکړ چی ددوی ډلی ٢٨ کلن حکیم الله مسود د خپل نوي مشر په توگه ټاکلی دی. دتحریک طالبان پاکستان قوماندان مولوی فقیر محمد وویل چی د طالبانو شوری ددی لپاره نوی مشر وټاکه چی بیت الله مسود دومره ناروغه دی چی خپل وظایف سرته نشی رسولی.

XS
SM
MD
LG