د ناټو چارواکي وايي د افغانستان په جنوب کې د بم په یوې چاودنې کې د امریکا د امنیتي پرسونل څلور غړي وژل شوي دي. له دې سره ٢٠٠٩م کال په تیرو اتو کلونو کې د ایتلافي قواوو لپاره تر ټولو مرگانی کال بلل شوی دی.
په همدې روان میلادي کال کې تر اوسه پورې د ایتلافي قواوو د مړو شمیر ٢٩٥ ته رسیدلی دی. تیر کال په ټول کال کې د ایتلافي قواوو یوازې ٢٩۴ عسکر وژل شوي وو.
په زرهاوو امریکايي، برتانوي او افغان عسکرو د اسد د ٢٩مې له انتخاباتو مخکې د هلمند په ولایت کې پراخ عملیات پیل کړل.