د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا بیا برنانکي د مرکزي بانک رئیس کړ


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما بن برنانکی ددویم ځل لپاره دامریکا د مرکزی بانک د رئیس په توگه نومولی دی.

دا به بن برنانکی ته دا فرصت په لاس ورکړی چی داخبره یقینی کړی چی تاریخ بیرته تکرارنشی.

ډیرو اقتصاد پوهانو اوسنی اقتصادی رکود په امریکا کی د ١٩٣٠ د لسیزی د اقتصادی رکود نه وروسته ډیر بد بللی دی.

برنانکی د ستر اقتصادی رکود په مسله باندی یو کتاب لیکلی دی او ډیر اقتصاد پوهان یی په دی برخه کی متخصص بولی.

XS
SM
MD
LG