د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی له ډاکتر عبدالله نه مخکې شوی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن د اسد د ٢٩مې د جمهوري ریاست د انتخاباتو یو څه نور ابتدايي نتایج اعلان کړي.

تر اوسه پورې ١٧ فیصده رایې شمیرل شوي او په دغو رایو کې جمهور رئیس کرزی له خپل مخکښ سیال ډاکتر عبدالله نه یو څه نور هم وړاندې شوی دی.

هغه رایه شمیرنه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن اعلان کړه ښيي چې کرزي ۴٢ فیصده او ډاکتر عبدالله ٣٣ فیصده رایې گټلي دي.

پرون د لومړي ځل لپاره لس فیصده قسمي نتایج اعلان شول. په دغو لمړنیو نتایجو کې وښودل شوه چې جمهور رییس حامد کرزی او د هغه مهم انتخاباتي رقیب پخوانی خارجه وزیر عبدالله عبدالله په نتایجو کې تقریبا سره برابر روان وو.

د انتخاباتو د کمسیون ویاند نور محمد نور ویلي چې دغه ارقام یوه کاندید ته هم دا حق نه ورکوی چې په انتخاباتوکې خپله کامېابی اعلان کړي.

د انتخاباتو کمسیون واېی چې له دې وروسته به د هر ولایت رایې اعلانیږي. ویل شوي چې د ټولو رایو شمیرل به د سپتمبر په دریمه اعلان شي.

یو بل خبر وايي، عبدالله عبدالله ادعا کړې چې هغه په ویډیو کې په مستند ډول دا ثبت کړې ده چې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده.

هغه وویل چې په ملیونو جعلی رایې صندوقونو ته اچول شوي دي. هغه خپل پلوېان دېته وهڅول چې په تشدد لاس پورې نکړی او ارام واوسی.

د جمهوری رېاست شپږو نورو کاندیدانو هم خبرداری ورکړی دی چې په انتخاباتوکی د درغلی او ټگۍ ادعاگانې د انتخاباتو اعتبار ته تاوان رسولی دی او په دې جنگ ځپلې هیواد کې نورې مرگ ژوبلې ته لمن وهلی شي.

له انتخاباتو نه یوه ناراضی کاندید اشرف غني ادعا وکړله چې وسله والو خلکو ته وویل چې ښاغلي عبدالله ته رایې ورکړي او یو شمېر افغان چارواکو چې د ښاغلي کرزي ملاتړ کوي د رایو صندوقونه له رایو نه ډک کړي دي. رپوټ وايي که چیرې یوکاندید هم له پنځوس فیصدو نه زیاتې رایې ونه گټي نو دویم ځلې انتخابات به وشي.

XS
SM
MD
LG