د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو کمیسیون قسمي نتایج وځنډول


د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون پریکړه کړې ده چې نن د پنجشنبې په روځ به د جمهوري ریاست د انتخاباتو قسمي نتایج نه اعلانوي او وايي چې د نورو نتایجو اعلانول به تر آینده شنبې پورې وخت ونیسي.

دغه کمیسیون د سه شنبې په ورځ په لومړي ځل د لس فیصده قسمي نتایجو له اعلانولو وروسته وویل چې هر ورځ به وروستني نتایج اعلانوي. خو اوس یې په دغه پلان کې د بدلون کوم خاص علت نه دی ښودلی.

په هغو ابتدايي نتایجو کې چې تر اوسه اعلان شوي، برحال جمهور رئیس حامد کرزی مخکې دی خو په دې کې پاتې راغلی چې له ٥٠ فیصدو زیاتې رایې وگټي چې د دوهم ځل انتخاباتو مخنیوی وشي.

د انتخاباتو کمیسیون پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چې ١٧ فیصده رایې شمیرل شوي او ددغه شمیر له مخې، کرزي ۴٥ فیصده او د هغه مخکښ سیال ډاکتر عبدالله ٣٥ فیصده رایې گټلي دي.

کمیسیون وايي، دغه اندازه شمیرل شوې رایې د کوم کاندید د بري ضمانت نشي کولای. په عین حال کې په انتخاباتو کې د پراخې جعلکارئ د کیدو تورونه هم لگول شوي دي.

ټاکل شوې ده چې نهايي نتایج به د سپتمر په ٣مه اعلان شي.

عبدالله عبدالله ادعا کړې چې هغه په ویډیو کې په مستند ډول دا ثبت کړې ده چې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده.

هغه وویل چې په ملیونو جعلی رایې صندوقونو ته اچول شوي دي. هغه خپل پلوېان دېته وهڅول چې په تشدد لاس پورې نکړی او ارام واوسی.

د جمهوری رېاست شپږو نورو کاندیدانو هم خبرداری ورکړی دی چې په انتخاباتوکی د درغلی او ټگۍ ادعاگانې د انتخاباتو اعتبار ته تاوان رسولی دی او په دې جنگ ځپلې هیواد کې نورې مرگ ژوبلې ته لمن وهلی شي.

له انتخاباتو نه یوه ناراضی کاندید اشرف غني ادعا وکړله چې وسله والو خلکو ته وویل چې ښاغلي عبدالله ته رایې ورکړي او یو شمېر افغان چارواکو چې د ښاغلي کرزي ملاتړ کوي د رایو صندوقونه له رایو نه ډک کړي دي. رپوټ وايي که چیرې یوکاندید هم له پنځوس فیصدو نه زیاتې رایې ونه گټي نو دویم ځلې انتخابات به وشي.

XS
SM
MD
LG