د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم کی ځانمرگی حملی گڼ پاکستاني پولیس ووژل


د پاکستان امنیتي چارواکي وايي د خیبر په لاره باندې په یوې ځانمرگې حملې کې لږ تر لږه ١٨ تنه وژل شوي چې اکثریت یې پولیس دي.

دغه چاودنه نن پر هغې لارې شوې ده چې افغانستان ته ځي.

حکومِتي چارواکي وايي، چاودنه د تورخم په بازار کې هغو پولیسو ته نږدې شوې ده چې د روژه ماتي لپاره راټول شوي وو.

له دې وړاندې د پاکستان د استخاباراتو مامورینو وویل چې، د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د مشکوکې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په حمله کې شپږ تندلاري وژل شوي دي.

چارواکي وايي، الوتکې په سیمه کې د تندروانو پر یوه پټ مرکز باندې توغندي غورځولي دي.

له دې یوه ورځ مخکې، پاکستاني چارواکو وویل چې هلیکوپترو یې په جنوبي وزیرستان کې د افغانستان سرحد ته نږدې د طالبانو پر مرکزونو باندې حمله پیل کړې ده.

امنیتي چارواکو وویل چې ددغې حملې اصلي هدف د جنوبي وزیرستان په ختیځه برخه کې د واڼې د ښار په شاووخوا کې د طالبانو پټ مرکزونه دي.

دا عملیاتو له هغه یوه ورځ وروسته پیل شوي چې د پاکستان طالبانو نوي مشر ومنله چې د دوی مخکینی مشر بیت الله مسود دوه هفتې مخکې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بمبارئ کې وژل شوی و.

د امریکا او پاکستان چارواکو په وار وار ویلي وو چې بیت الله مسود د اگست په ٥مه نیټه د توغندي په حمله کې وژل شوی دی، خو طالبانو تر اوسه پورې دا خبر رد کړی و.

یو بل خبر وايي، د پاکستاني طالبانو نوي قومندان حکیم الله مسود امریکا ته خبرداری ورکړی چې د خپل پخواني مشر کسات به اخلي.

مسود په خپلې لومړنۍ بیانیې کې دا خبره کړې ده چې طالبان به خپل کسات اخلي او ډیر ژر به د بې پیلوټه الوتکو د حملو ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG