د لاس رسي وړ اتصالات

١٥٠٠ شکایتونه د انتخاباتو نتیجې ځنډولی شي


په افغانستان کې دتیرې هفتې دجمهوري ریاست دانتخاباتو دکامیابئ په اړه په داسې حال کې پوښتنې راپیدا شوي چې په انتخاباتو کې دجعل کارئ تورونه ولگیدل او هیلې په ناامیدي بدلې شوې.

برسیره پردې دانتخاباتو نوي نسبي نتیجې به ترسباپورې اعلان نشي. تراوسه پورې برحال جمهوررئیس حامد کرزی دبهرنیو چارو دپخواني وزیر عبداله عبداله نه مخکې دی.

د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون چې یوه برخه یې د ملگرو ملتونو له خوا ټاکل شوې ده، تر اوسه پورې ١٥ سوه رسمي شکایتونه تر لاسه کړي دي. له دې جملې نه په هرو لسو شکایتونو کې یو شکایت دومره جدي دي چې باید په اړه یې تحقیقات وشي. له دې امله کیدای شي د انتخاباتو نتایج چې ټاکل شوې ده چې بله میاشت اعلان شي، نور هم وځنډیږي.

په عین وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پر خپل وخت باندې د قسمي او ابتدايي نتایجو په اعلانولو کې هم پاتې راغلی دی. د انتخاباتو نه اته ورځې وروسته دغه کمیسیون توانیدلی دی چې له پنځو نه د یوې برخې رایو نتیجې وښيي.

په داسې حال کې چې په انتخاباتو کې له هغه اندازې نه ډیرو لږو خلکو برخه اخیستې ده چې تمه یې کیده، دې تورونو چې په بکسونو کې په سلهاوو زره عجلي رایې اچول شوي دي، د اسد د ٢٩مې د انتخاباتو تصویر یو څه پیکه کړی دی.

په ځینو ولسوالیو کې چې طالبان فعال دي، د ناامنۍ له ویرې ډیرو لږو خلکو په انتخاباتو کې برخه واخیستله.

ماروین واین بم د منځني ختیځ د انسټیټوټ څیړونکی او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارتي د استخباراتو د چارو پخوانی تحلیل گر دی. هغه پرون په واشنگټن کې د هریتج په تحقیقاتي مرکز کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې په انتخاباتو کې جعلکاري وشي نو دا کولای شي د کرزي حکومت غیر مشروع کړي.

"اوس داسې دقیق شواهد شته چې د انتخاباتو په بکسونو کې جعکاري شوې.، رایې حذف شوي، جعلي رایې اچول شوي او زه فکر کوم چې په آینده څو اونیو کې به دغه ډول نور شواهد هم رامخې ته شي".

د ډاکتر عبدالله د انتخاباتي کمپاین هم شکایت لري چې داسې صندوقونه یې لیدلي چې له جعلي رایو ډک وو.

که چیرې د انتخاباتو مسئولین اعلان وکړي چې کرزی د ٥٠ فیصده نه د زیاتو رایو په گټلو نه دی توانیدلی نو بیا به کرزی او د هغه مهم انتخاباتي سیال مجبور وي چې په دوهم ځلي انتخاباتو کې برخه واخلي.

د سي.آی.اې د جنوبي آسیا د چارو پخوانۍ تحلیلگره لیزا کرټیس ددغه مسئلې د گټې او توان په اړه خبرې کوي.

"دوهم ځلې انتخابات که له یوې خوا نامعلومه وضعه نوره هم اوږده کوي له بلې خوا دې ته هم زمینه برابروي چې د طالبانو ویره اچونه او تشدد نور هم زیات شي. خو دا کار پر دیموکراتیک بهیر باندې د افغانانو عقیده نوره هم پخوي او د هغوی دا باور قوي کوي چې انتخابات واقعي وو".

په انتخاباتو کې د ممکنه جعکاریو او د دوهم ځلي انتخاباتو د امکان پر اړه باندې له ښاغلي کرزي سره حتی له انتخاباتو یوه ورځ وروسته هم بحث شوی و.

د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هالبروک په هغه ماښام له جمهور رئیس کرزي سره د شپې په یوې میلمستیا کې کتلي وو.

په کابل کې د امریکا سفیر وايي، په دغه مجلس کې خبره هومره جنجالي شوې هم نه وه چې په مطبوعاتو کې یې په اړه تبصرې کیږي. د امریکا د سفارت یوه ویاند امریکا غږ ته وویل چې په بحث کې نه خو په ډیر لوړ غږ خبرې شي او نه هم چا پر چا لفظي حمله کړي. ده. دغه ویاند وویل چې دا د انتخاباتو د مسئولینو کار دی چې پریکړه وکړي دوهم ځلي انتخاباتو ته ضرورت شته او که نه.

داس نښې نښانې لیدل کیږي چې په واشنگټن کې نوی حکومت غواړي چې پر جمهور رئیس کرزي باندې فشار زیات کړي چې د ادارې فساد مخه ونیسي او له جنگسالارانو او د خپلو هغو ملاتړو سره ارتباط راکم کړي چې د بشري حقوقو په پامالولو او د مخدره موادو په قاچاق تورن دي.

XS
SM
MD
LG