د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا استازي او کرزي سختې خبرې کړي


د رپوټو له مخې د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا خاص استازي ریچارد هولبروک د افغانستان د جمهور ریْس حامد کرزي سره د یوې خصوصي غرمنۍ ډوډۍ پر مهال د تیرې پنجشنبې په انتخاباتو کې د ټګۍ برګۍ او درغلۍ مسله راپورته کړېده.

د امریکا د حکومت یوه چارواکي وویل چې د اسد د ٢٩مه له انتخاباتو یوه ورځ وروسته ښاغلي هالبروک د جمهور رئیس کرزي څخه وغوښتل چې د انتخاباتو پروسې ته دي احترام وکړي او دا یې ورته وویل چې د دویم ځل رای ګېرۍ امکانات موجود دي.

رپوټ وايي چې یاد شوي امریکايي چارواکي وویل چې جمهور رئیس کرزي د هولبروک ددغو خبرو په خلاف سخت عکس العمل څرګند کړی دی.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت یوې ناقې کېتلین هیدن هغه رپوټونه رد کړيدي چې ګواکي جمهور رئیس کرزیْ د غونډې څخه د اعتراض په توګه ووتیْ او دا یې وویل چې آمریکا باېد د افغانستان په انتخاباتو کې بې طرفه دریځ غوره کړي.

دغه راز د آمریکا د باندنیو چارو د وزارت یوه مامور پر دې هم اندېښنه څرګنده کړه چې د جمهور ریْس کرزي یو معاون محمد قسیم فهیم د مخدره مواد په قاچاقو کې لاس لري.

په عین حال کې د آمریکا د باندنیو چارو دوزارت یوه بل ویاند پي جي کراولي پر دې ټینګار کړی دی چې اوس لا ډیر وختي دی چې د انتخاباتو نهايي نتایج پېش بیني کړو.

د یادونې وړده چې تر دغه دمه پوري ۱۷ په سلو کې راېې شمیرل سوي دي خو قسمي نتایج دا ښيي چې د کاندیدانو د جملې څخه یوه هم ۵۰ په سلو کې رایې نه دي ګټلي چې ددویم ځل رایې ګېرۍ څخه مخنېوی وکړي.

XS
SM
MD
LG