د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې ځانمرگې حملې ٢ تنه ووژل


د زابل د ولایت د شاه جوی په بازار کې د ناټو د عسکرو پر گزمه باندې ځانمرگې حمله شوې، دوه ملکي خلک پکې وژل شوي او ٢١ نور زخمي شوي دي.

د شاه جوی ولسوال عبدالقیوم وویل، عسکرو پیاده گزمه کوله چې یوه ځانمرگې یې څنگ ته په ځان پورې تړلي بمونه وچول.

د ناټو چارواکو تائید کړې ده چې یوه حمله شوې ده خو د پیښې جزیات یې نه دي ورکړي. په حمله کې د خارجي عسکرو د مرگ ژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د اگست میاشت لا له وړاندې د امریکايي عسکرو لپاره په افغانستان کې د ٢٠٠١م کال راهیسې تر ټولو خونړۍ میاشت ده.

د جمعې په ورځ، یو امریکايي عسکر د افغانستان په ختیځه برخه کې د سرک د غاړې په یوې چاودنې کې ووژل شو. له دې سره په روانه میاشت کې په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي عسکرو شمیر ۴٥ ته رسیدلی دی.

دا وخت په افغانستان کې تقریبا ١٠٠ زره د ناټو او امریکا عسکر په افغانستان کې د طالبانو په خلاف په جگړه اخته دي.

XS
SM
MD
LG