د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو عمومي منشي افغانستان ته نور عسکر غوښتي


د ناټو عمومي منشي انډریس راسموسن د ناټو پر غړو ملکونو غږ کړی چې په افغانستان کې د جگړې لپاره نور عسکر ولیږي. راسموسن د ضرورت وړ عسکرو اندازه نه ده ښودلې خو ویلي یې دي چې هغه امریکايي رپوټ ته انتظار باسي چې په افغانستان کې د ضرورتونو د ارزیابئ د بشپړیدو په پای کې به خپور شي.

راسموسن چې د خبرو لپاره ترکیې ته تللی، خبریالانو ته ویلي چې ناټو به تر هغو په افغانستان کې پاتې شي چې ددغه ملک د امنیت لپاره ضروري وي.

ښاغلي راسموسن خوشبیني ښودلې چې ناټو به په خپل ماموریت کې بریالۍ شي او زیاته کړې یې ده چې ناټو به هیڅکله پرې نږدي چې افغانستان د القاعدې په خوندي مرکز بدل شي.

XS
SM
MD
LG