د لاس رسي وړ اتصالات

وروستي نتایج: کرزي ۴٦ عبدالله ٣١ فیصده رایې گټلي


د افغانستان د جمهور ریاست د انتخاباتو وروستي نسبي نتایج ښيي چې جمهور رئیس کرزی نور هم مخکې شوی دی خو تر اوسه لا ډیر وختي دی چې د اسد د ٢٩ د انتخاباتو گټونکی اعلان شي.

د انتخاباتو مسئولین وايي د ټولو رایو ٣٥ فیصده اعلان شوي دي.

چارواکي وايي، په شمیرل شویو رایو کې ښاغلي کرزي ٦۴ فیصده رایې گټلي او د خپل مهم سیال عبدالله عبدالله نه مخکې دی چې ٣١ فیصده رایې یې گټلي دي.

خو کرزي بیا هم دومره رایې نه دي گټلي چې د دوهم ځلې انتخاباتو مخنیوي وکړي. په انتخاباتو کې د پراخو جعکاریو د کیدو تورونه هم لگول شوي دي.

له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن د افغانستان د مطبوعاتو هغه رپوټونه رد کړل چې وايي، امریکا په افغانستان کې د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو ملاتړ کوي.

په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې امریکا د کوم ځانگړي کاندید ملاتړ یا مخالفت نه کوي او یوازې د انتخاباتو د یوې شفافي پروسي تر شا ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG