د لاس رسي وړ اتصالات

ډیک چیني: د ترهګرو نه د تحقیق د طربقو څیړنه سیاسي لوبه ده


د امریکا د پخوانی جمهور ریس مرستیال دیک چینی وایی چی د عدلیی وزارت دا پریکړه چی د مشکوکو ترورستانو نه د تحقیق کولو بڼه وڅیړی چی د قانون نه سر غړونه وه که نه صرف د هغوی یوه سیاسی لوبه ده.

دیک چینی نن د فاکس ټلویزیونی چینل سره په مرکی کی وویل چی د لوی څارنوال ایریک هولدر دا پریکړه چی د سی آی ای د غړو نه تحقیق وکړی داسی یوه اشتباه ده چی ساری نلری.

هغه وویل چی دا کار به د امریکا دا ظرفیت متضرره کړی چی خلک وکولای شی د ستونزو دک وظایف تر سره کړی.

د گوانتانامو په زندان کی بندیانو شکایت کړی چی د بوش د حکومت په وخت کی چی دیک چینی یی مرستیال و د مستنتقینو لخوا ورته شکنجه ورکړل شوی ده.

ډیموکرات سناتور جان کیری د دیک چینی دغه انتقادونه بی ځایه وبلل او وویل چی دیک چینی اساسی قانون ته بی احترامی کړیده.

جان کیری وویل چی جمهور ریس براک اوباما د سی آی ای د ضرورتونو د حساسیت سره ډیر د احتیاط نه کار اخلی.

XS
SM
MD
LG