د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ د خبریالانو د سوانحو راټول پریږدي


د امریکا پوځ وایی چی دوی هغه جنجالی پروگرام فسخ کوی چی دعامه اړیکو یو ی کمپنی ته یی پیسی ورکولی چی د خبریالانو مدارج په دی ایساب وټاکی دوی دافغانستان د جگړی په باب څه ډول رپوټونه ورکوی.

دامریکا د پوځ چارواکی وایی چی دوی ددوشنبی په ورځ یو درخواست ورکړیدی چی د The Rendon Group له کمپنی سره خپل قرارداد لغو کړی. دغه یوکلن قرارداد به د بل کال ترجنوری پوری دوام کاوه.

تیره اونۍ د Star and Stripe په نامه یوی خپرونی چی پنټاگان ورته د مصارفو یوه برخه ورکوی رپوټ ورکړ چی چارواکی د عامه اړیکو کمپنی ددی لپاره کاروی چی دا فیصله وکړی چی خبریالان دامریکا پوځ په خپلو رپوټونو کی په څه ډول وړاندی کوی.

د امریکا ددفاع وزارت پنټاگان چارواکی له دینه انکار کوی چی دوی دامعلومات ددی لپاره استعمالوی چی کوم خبریال دامریکا له پوځ سره یوځای ولاړشی او کوم ولاړ نه شی.

د The Rendon Groupکمپنی هم وایی چی دوی د خبریالانوپه باب معلومات ندی راټول کړی بلکه دهغو موضوعاتو په باب یی راټول کړیدی چی رپوټونه پر ی لیکل شویدی.

XS
SM
MD
LG