د لاس رسي وړ اتصالات

پولنډ کې د دوهم نړیوال جنگ کلیزه


د اروپا او امریکا چارواکي په هغو زرهاوو خلکو کې شامل وو چې نن د سه شنبې په ورځ د پولنډ په شمال کې ددې لپاره راټول شوي چې د دوهم نړیوال جنگ د پیلیدو ٧٠مه کلیزه ولمانځي.

ددغو نړیوالو مراسمو په پیل کې، د پولنډ مشران د ډانسیک د ولایت د واټرپلیټ په ټاپووزمه سهار وختي په همهغه وخت راټول شوي وو چې د جرمني جنگي بیړیو د پولنډ پر یوې کوچنۍ پوځي اډې باندې حمله وکړه او له دې سره دوهم نړیوال جنگ پیل شول.

د پولنډ سیاسي او مذهبي مشرانو د هیټلر د بې دریغه زورور پوځ په خلاف په جگړه کې د خپل هیواد د خلکو قرباني وستایله.

وروسته بیا د جرمني صدراعظمه انگیلا مرکل او د روسیې صدراعظم ویلادمیر پوټین په ډانسیک کې په ځینو نورو مراسمو کې هم برخه واخیستله چې په جگړه کې د وژل شویو لسهاوو میلیونو انسانانو په یاد جوړ شوي وو.

XS
SM
MD
LG