د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار قومي مشرانو په انتخاباتو کې د جعکارئ تور لگولی


د افغانستان په جنوب کې قومي مشرانو پر پولیسو تور لگولی چې د انتخاباتو ځینې مرکزونه یې په زوره تړلي او د انتخاباتو بکسونو ته یې د جمهور رئیس کرزي په نفع په زرهاوو جعلي رایې اچولي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د د ښوراوک د ولسوال دلاغا بړیڅ له خولې لیکلي چې د بړیڅو قوم پریکړه کړې وه چې د کرزي د سیال عبدالله عبدالله ملاتړ به کوي.

خو ولسوال وویل چې د کرزي ورور احمد ولي چې د کندهار د ولایتي شورا رئیس دی، د انتخاباتو په ورځ ددغې ولسوالۍ ټول ۴٥ د رایې اچولو مرکزونه وتړل.

د ښوراوک ولسوال او ددغه ځای قومي مشرانو ادعا کړې ده چې له دغې ولسوالۍ نه نږدې ٢۴ زره رایې کابل ته انتقال کړي، په داسې حال کې چې د انتخاباتو په ورځ هیڅوک د رایې اچولو ته نه وو پرېښودل شوی.

دوی تور لگوي چې دغه ټولې رایې د کرزي په نفع وې.

دغه ادعا په هغو جدي تورونو کې شامله ده چې د کرزي او د انتخاباتي سیستم په خلاف خپاره شوي دي. په ټول ملک کې د انتخاباتو په لړ کې د پراخې جعکارئ د کیدو ډیر نور تورونه هم لگول شوي دي.

کرزی او د هغه ملاتړي پر دوی باندې لگیدلي تورونه بې اساسه گڼي.

XS
SM
MD
LG