د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: افغانستان کې د اپینو تولید کم شوی


ملگري ملتونه وايي، په افغانستان کې د اپینو تولید کم شوی دی. تیر کال هم په دې برخه کې کموالی ښودل شوی و.

په هغه رپوټ کې چې د ملگرو ملتونو د نشيي موادو او جرمونو ادارې نن خپور کړ، ویل شوي چې د کوکنارو کر تقریبا ٢٢ فیصده راکم شوی دی.

د کوکنارو گل د اپینو په جوړولو کې استعمالیږي چې وروسته بیا هیروین ورڅخه جوړیږی.

رپوټ وايي، دا کال په افغانستان کې په ١٢٣ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو په داسې حال کې چې پروسږ کال په ١٥٧ زره هکتاره ځمکه باندې د کوکنارو فصلونه شوي وو.

د کوکنارو کر د هلمند په ولایت کې هم راکم شوی دی چیرې چې طالبان تر نورو ځایونو ډیر فعال دي.

په هغه بیانیه کې چې د امریکا سفارت خپره کړې ده ویل شوي چې له دغه رپوټ نه ښکاري چې د نشيي موادو د مخنیوي لپاره د امریکا نوې ستراتیژي په افغانستان کې د افراطیت په خلاف مبارزه کې مهم رول لري.

د لویدیځ چارواکي وايي د اپینو له کاروبار نه طالبانو او نورو تندرو ډلو ته پیسې رسیږي.

افغانستان د نړۍ ٩٠ فیصده اپین تولیدوي.

XS
SM
MD
LG