د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د مذهبي چارو پر وزیر ډزې شوي


په پاکستان کې پولیس وايي، وسله والو کسانو ددغه ملک د مذهبي چارو د وزیر پر موټر ډزې کړي، وزیر یې زخمي کړی او د هغه موټروان وژل شوی دی.

چارواکي وايي، د حامد سعید کاظمي پر موټر باندې نن په پایتخت اسلام آباد کې د هغه دفتر ته نږدې حمله وشوه.

تر اوسه پورې د پیښې نور جزیات نه دي تائید شوي.

XS
SM
MD
LG