د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کرکټ ټیم دا ځل په کاناډا کې لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ د نولسو کالو نه د کم عمر لوبغاړو ټیم به د امریکا د متحده ایالاتو د کرکټ ټیم سره مخامخ کیږی.

د کاناډا په ټورنټو ښار کی د ستمبر د لومړئ نیټی نه تر دیارلسمی نیټی په پوری دوام لرونکو د کرکټ د نولسو کالو نه د کم عمر لوبغاړو په مسابقو کی د افغانستان کرکټ ټیم هم گډون لری. او په خپلو مسابقو کی به د امریکا د متحده ایالاتو په شمول اوو ملکونو سره مقابله کوی.

د افغانستان د کرکټ ټیم چی په وروستیو شپیبو کی ورته د کاناډا ویزی ترلاسه شوی وی. د سه شنبی په ورځ کابل نه دوبئ او بیا د چارشنبی په ورځ کاناډا ته ورسید.

افغانستان آیرلنډ ته ماتې ورنکړای شوه

افغان ټیم د پنجشبی په ورځ یی د ایر لینډ د نولسو کالو د کم عمر د ټیم سره مسابقه وکړه. چی نتیجه یی د افغانستان د کرکټ ټیم په تاوان تمامه شوه او په ٧٢ منډو وروسته پاتی شو.

د ایر لینډ د نولسو کالو نه کم عمر کرکټ ټیم په خپلو پنځوسو اورونو کی په اوو لوبغاړو ٢٨٩ منډی جوړی کړی . په ځواب کی د افغانستان ټیم په خپلو پنځوسو اورونو کی ٢١٧ منډ ی جوړی کړی. او هدف ته ونه رسیدل. د ایر لینډ لخوا د دوی لوبغاړی بابلینی ١٠٢ منډی جوړی کړی وی چی ایرلینډ د بریالیتوب سبب شوی .

ايرلنډ ډیره تيزه لوبه وکړه او يوخت يې يوازې له ٢٣ اوورونو وروسته ١٤٥ مندې لرلی او يو لوبغاړى يې سوځيدلى و .

د ٢٩٠ افغانستان دپاره منډو هدف مشکل و خو چې درې افغان لوبغاړي په منډه يا رن اوټ شول نو دا هدف لا ناشونئ شو .

خو د افغانستان تنکیو لوبغاړو اصغر حسين په ٥١ منډو ، نور الحق په ٤٩ ، ايمل وفا په ٤٥ او زرد علي په ٣١ منډو خپل ټیم ته یو څه ملا وتړله .

افغان لوبډله يوازې په ٢١٧ مندو وسوځيدله خو شرايطو او مخالف ټیم ته په نظر کولو سره د افغان ټیم لوبه د ستایلو وړ وه .

د ايرلنډ کپتان د کامیابئ نه پس ه افغان لوبغاړي ډير وستايل او ويې ويل د افغانستان ټیم تازه د افغانستان نه کاناډا ته رارسیدلی و . د محیط او هوا سره لا بلد شوی نه وو . خو بیا یی هم خپله وسه وکړه او لوبه یی حيرانوونکې وه .

افغانستان د هانگ کانگ سره لوبه کوي

افغان ١٩کلن لوبغاړي به د جمعې په ورځ له هانگ کانگ سره لوبه کوي . له هانگ کانگ څخه څو مياشتې وړاندې په کويت کې افغانستان پايلوبه بايللې وه

د افغانستان د نولسو کالو نه دکم عمر کرکټ ټیم د ستمبر په څلورمه د هانگ کانگ کرکټ ټیم سره مسابقه لری. بیا د وینو ټو په نوم یو کمکی هیواد د کرکټ ټیم سره مخامخ کیږی. او بیا به د دوشنبی په ورځ د ستمبر په اوومه د افغانستان کرکټ ټیم خپله مهم مسابقه د امریکا د متحده ایالاتو سره کوی. چی دا مسابقه د کرکټ د شوقیانو او نورو دپاره ډیره په زړه پوری مسابقه ده . چی افغانستان او امریکا په لومړی ځل د کرکټ په میدان کی یو بل ته مخامخ کیږی،

افغانستان به د ټورنټو په دی مسابقو کی د امریکا نه علاوه د نوی گانا هالنډ یوگنډا او کوربه هیواد کاناډا سره هم یو ورځنئ مسابقی کوی.

د کرکټ د نولسو کالو نه د کم عمر مسابقی چی په اصل کی د کرکټ د هغو نړیوالو مسابقو دپاره دایریږی چی کال ٢٠١٠ کی به نوی زیلانډ کی د نړیوال جام دپاره ترسره کیږی.

XS
SM
MD
LG