د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د افغانستان انتخابات او د نړیوالو بې طرفي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼی د پنجشنبې په ورځ ولیکل چی افغانستان ته دامریکا خاص استاځی ریچارډ هالبروک وایی دی دافغانستان د جمهوری ریاست په کاندیدانوکی یوه ته هم ترجیح نه ورکوي.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼه د سیپتمبر په دریمه نیټه لیکی چی ریچرد هالبروک اونور خارجی استاځی چی دافغانستان په برخه کی مسوولیت لری د چارشنبی په ورځ یی وویل چی دوی دافغانستان دانتخاباتو د کاندیدانو ترمنځ چی داگست په شلمه د جمهوررئیس د ټاکلو لپاره وشول دیوه کاندید طرفداری اوملاتړ هم نه کوی. خو دوی داغوره گڼی چی نوی حکومت ډیر اهل او مستعد وزیران چی په اداری فساد ککړ نه وی، وټاکی.

نیویارک ټایمز د ښاغلی هالبروک له قوله لیکی چی هغه وایی موږ یوه کاندید ته هم په بل باندی ترجیح نه ورکوو او نه په انتخاباتو کی ددی طرفداریو چی یا د ی په اول پړاو کی خلاص شی او یا دی دویم ځلی انتخابات وشی.

ښاغلی هالبروک هغه رپوټونه هم بابیزه وگڼل چی وایی دی ددی لپاره ددویم ځلی انتخاباتو طرفداردی چی د موجوده جمهوررئیس او متوقع گټونکي اعتبار لوړ کاندی.

نیویارک ټایمز لیکی چی ښاغلی هالبروک هغه رپوټونه هم رد کړل چی ده له ښاغلی کرزی سره په په غوسه باندی په هغو مجالسو کی بحث کړیدی چی داگست په ٢١ او ٢٣مه یی ورسره کړی وو.

هغه وویل چی موږ دانتخاباتو د بهیر په برخه کی ډیرواضح اوپه مستقیم ډول وغږیدلو خو هیچا هم خپل غږ ندی پورته کړی او هیڅوک هم له مجلس نه ندی وتلی.

نیویارک ټایمز لیکی چی ښاغلی هالبروک داخبری په هغه خبری کنفرانس کی وکړلی چی د فرانسی له خارجه وزیر برنارد کوشنر سره او دافغانستان په هکله یی له نورو معتبرو غربی استاځو سره دایرو کړی و. په دی مجلس کی دملگرو ملتونو استاځی کای ایډه هم گډون درلود.

کای ایډه وویل چی زموږ پیغام ښاغلی کرزی او بل هرکاندید ته دادی چی موږ په تیرو اتو او لسو میاشتو کی په حکومت کی پرمختگ اوانکشاف لیدلی دی په دی برخه کی لږ اداری فساد موجود و خصوصا دکورنیو چارو په وزارت کی . موږ داسی حکومت ته ضرورت لری چی سیاسی مشران یی آینده په نظر کی لری.

XS
SM
MD
LG