د لاس رسي وړ اتصالات

'د افغانستان په اړه د اوباما ٥ معیارونه'


داسوشتید پریس اژانس دهغوی معیارونوپه باب تبصره کوی چی دافغانستان د جنگ د پالیسی په ارزیابی کی په نظر کی نیول کیږی.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما په هغه متوقع غوښتنه باندی غور کوی چی دافغانستان لپاره نور عسکر وغوښتل شی او دامریکا موجودیت په افغانستان کی پراخه کړی شی.

هغه په دی اندیښنه هم غور کوی چی دامریکا دعسکرو زیاتوالی ښایی د افغان ملکیانو له نظره دافغانستان داشغال پوځ ښکاره شی، نه د طآلبانو له خونړی بغاوت نه دژغورنی پوځ .

داسوشیتید پریس خبری اژانس لیکی چی جمهوررئیس اوباما سره له دی چی په خپله رخصتی باندی بوخت دی بیا یی هم دافغانستان په هکله نوی نظامی کتنه له ځان سره کمپ ډیویډ ته یووړله.

د اوباما داداری یوه معتبر چارواکی له دی نه ډډه وکړله چی اوباما کومی خواته تمایل لری ایاغواړی چی دامریکا قواوی په افغانستان کی له هغه شمیر نه زیاتی کړی چی د سږ کال په اولو کی یی امر کړی و او که نه.

اژانس لیکی چی دا اندیښنه چی ښایی افغانان دامریکا دعسکرو زیاتوالی ته د ازادی د پوځ په نظر نه بلکه داشغالی پوځ په نظر وگوري؛ داسی ښکاری چی سپینه مآڼی له پالیسی نه د تیریدو لپاره بله لاره پرانیزي چی له پوځ نه داسی غوښتنه راشی چی د منلو وړ وي.

په داسی حال کی چی د جگړی د حالاتو نوی کتنه د جنرال ستانلی مکریستل له خوانه ددوشنبی په ورځ وړاندی شویده، اسوشتید پریس لیکی توقع ده چی د نورو عسکرو غوښتنه په یوڅو اونیو کی وشی.

دسپینی مآڼی یومعتبر چارواکی چی دنوم دنه ښودلو په شرط یی وویل چی داندیښنه چی دعسکرو زیاتوالی ته به افغانان، امریکا یان او دناټو متحدین په کوم نظر وگوری دهغو پنځو معیارونو یوه برخه ده چی جمهوررئیس یی د نورو عسکرو د متوقع غوښتنی دارزیابی لپاره په نظر کی لری.

دغه چارواکی وویل چی هغه نور اقدامات اومعیاروونه چی د نوی ارزیابی په منلو کی به ترینه کار واخیستل شی هغه دادی چې:

١. اول خو به دنورو عسکرود زیاتوالی په وړاندی القاعده د خپل پروپاگند او تاکتیکونو په واسط څنگه مقابله وکړی .

٢. د عسکرو زیاتوالی اثر به د افغانستان په گاونډیو هیوادونو او په اټومی وسله سنبال پاکستان باندی څه وی- په داسی حآل کی چی گومان کیږی چی دالقاعده مشران – د اسامه بن لادن په شمول- دافغانستان اوپاکستان په غرنی سرحد کی پټ ژوند تیروی.

٣. د عسکرو زیاتوالی به دا مریکا یی عسکرو په صحت اور وغیتا باندی څه اغیزه ولری په داسی حا ل چی په مداوم ډول په عراق اوافغانستان کی په عسکر ی خدمت گومار ل کیږی.

۴. د نورو عسکرو زیاتوالی به د اوباما دا مقصد څومره په موثر ډول پر مخ بوزی چی وایی القاعده او دهغوی انډیوال طالبان باید افغانستان او پاکستان په غرنیو قبایلی سیموکی خوندی ځای ونلري.

استوشیتید پریس لیکی چی ددی جریان په پای کی ښایی د نورو عسکرو لپاره غوښتنه نسبتا کمه وی. ښایی د لسو زرو نورو عسکرو له هغی غوښتنی نه هم کمه وی چی د جنرال ستانلی مکریستل نه مخکی قوماندان کړی وه.

دغه چارواکی وویل چی جنرال مکریستل به یوڅه سپارښتنی په دی برخه کی هم لری چی په افغانستان کی قواوی له سره منظمی کړی او نویو وظایفو ته یی وگوماری. یوشمیر هغه وظایف به قراردادیانو ته ورکړی چی پخوا عسکرو کول.

اسوشیتید پریس لیکی چی په دی برخه کی د امریکا ددفاع وزیر رابرت گیټس وویل چی موږ په دی برخه کی واضحه خبره وکړه چی پکارده جنرال مکریستل موږ ته په دی برخه کی سپینه خبره وکړی چی څه شی ته ضرورت لری.

خو ښاغلی گیټس وویل زه فکر کوم چی نوری غټی مسله هم شته دی. پکارده چی د پوځ شته والی ته او نورو لگښتونو ته هم وگورو. په دی کی نور ډیر مختلف شیان سته دی موږ به هغه هم په نظر کی ونیسو.

په داسی حا ل کی چی په امریکا کی دننه ددی اته کلن جنگ ملاتړ مخ په کمیدودی گیټس او د پنټاگان نورمشران په ډیر احتیاط سره له دی اندیښنی سره داسی برخورد کوی چی په دی برخه کی دافغانستان لپاره دنوي مقرر شوی قوماندان داجرااتو په مخکی غټ خنډ وانه چوی.

داچی جمهوررئیس به په دی برخه کی څه پریکړه وکړی هغه پرخپل ځای ده خو دی دخپلی مهمی خارجی پالیسی په برخه کی له ځوروونکی ستونزی سره مخ دی. ددی ترڅنگ دامنیت په برخه کی او په امریکا کی دننه له زیاتیدونکی مخالفت سره هم مخ دی.

د امریکا عام خلک له دی جگړی نه چی د خپل اتم کال پایته ور نیژدی کیږی او دعسکرو د تلفاتو شمیر هم تیره میاشت په بی سابقی ډول زیات شوی و، نور ستړي او بی صبره دی.

له بل پلوه دامریکا منابع هم د اقتصادی رکود له امله او د فیدرالی حکومت د بی دریغه لگښتونو له امله چی غواړی دامریکا مالی نظآمی په پښو ودروی زیانمنی شویدی. ددی ترڅنگ مالی منابعو ته دنورو غټو پروژو لکه د صحی نظام د اصلاح لپاره هم سخت ضرورت موجو ددی.

XS
SM
MD
LG